"د ایران فوردو اټمي بټۍکې تر ځمکې لاندې رغنیز کارونه روان دي"
![](https://gdb.rferl.org/663ffb5d-fc65-431a-b9f1-526d0abe1a8d_w800_h450.jpg)
اسوشیټېد پرېس خبري اژانس د سپوږمکیو په وسیله اخېستل شوي داسې تصویرونه ترلاسه کړي دي چې د ایران په لانجمنه فوردو 'Fordow' اټمي بټۍ کې تر ځمکې لاندې رغنیز کار ښيي.
په یوه تصویر کې چې یوه اوونۍ مخکې اخېستل شوی دی د یوې ودانۍ د بنسټ د کیندلو تازه نښې نښانې ښکاري.
د اسوشیټېډپرېس د راپور له مخې دا ودانۍ تر بنسټ پورې د زلزلې د اغېز د کمولو لپاره لسګونه ستنې لري.
څارونکي وايي، په داسې حال کې چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د ایران د اټمي فعالیتونو او وسلو د پروګرام له کبله پر تهران فشارونه زیات کړي دي، په فوردو اټمي بټۍ کې د کار دوام ښايي د ایران او نړیوالې ټولنې په اړیکو کې کړکېچ یو ځل بیا زیات کړي.