کورنیو چارو وزارت: طالبانو د نیمروز- دلارام سړک ځینې برخې ویجاړي کړي
![کورنیو چارو وزارت: طالبانو د نیمروز- دلارام سړک ځینې برخې ویجاړي کړي](https://gdb.rferl.org/1B7A16E8-9036-443B-91F7-2314F977478B_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې وسله والو طالبانو د نیمروز- دلارام سړک ځینې برخې ویجاړي کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي دي چې یاد سړک د هرات-کابل لویه لاره نښلوله، خو وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم وسله وال طالبان تورن شوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې يې سړکونه او پلونه تخریب کړي دي.