د کوټې، ګوادر او لسبېلې لیویزو واک پولیسو ته وسپارل شو
د صوبې کورنيو چارو وزارت یې د دسمبر پر ۱۷مه نېټه په یوه خپره کړې اعلامیه (نوټیفیکیشن) کې ویلي چې د کوټې، لسبېلې او ګوادر لیویزو واک او اختیار یې پولیسو ته سپارلی چې په دې سره په دغه درېوو ضلعو کې کليوالې سیمې (بي اېریا) په ښاري سیمو (اې اېریا) واړول شوې.