د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ ځنډول شوې ټیسټ لوبه راتلونکي کال کېږي
![د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ ځنډول شوې ټیسټ لوبه راتلونکي کال کېږي](https://gdb.rferl.org/B7A8547B-B778-4ADF-A320-83B286A4037F_cx19_cy28_cw63_w800_h450.jpg)
د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ ځنډول شوې ټیسټ لوبه به راتلونکی میلادي کال وشي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په دې اړه شېبه مخکې ازادۍ راډیو ته وویل: "د دواړو هېوادو ترمنځ یو وار بیا هوکړه وشوه، چې دغه لوبه دې د ۲۰۲۱م کال په نومبر میاشت کې وشي، د یادولو وړ ده چې دغه لوبه د کرونا ویروس له امله ځنډول شوې وه."
دغه مسابقه، چې د کرونا وبا له کبله ځنډول شوې وه د اسټرالیا په کوربه توب کېږي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم درې کاله مخکې د ټیست لوبو اجازه ترلاسه کړه، چې تر اوسه یې څلور مسابقې کړي، چې دوې یې ګټلي او دوې بایللې دي.