بادغیس کې د سړک جوړولو د یوه امنیتي شرکت ۷ تنه ساتونکي وژل شوي
په بادغیس ولایت کې د سړک جوړولو د یوه امنیتي شرکت اووه تنه ساتونکي ظاهراً په خپلمنځي نښته کې ووژل شول.
چارواکي وايي، په پېښه کې تېره شپه د دغه شرکت څلور نور ساتونکي ټپیان او څو تنه نور له وسله والو طالبانو سره ملګري شوي دي.
د بادغیس والي حسام الدین شمس ازادي راډیو ته وویل، دغه لانجمنه پېښه د اب کمري ولسوالۍ په لس کیلومترۍ کې شوې: "د قیصار- لامان سړک جوړونې شرکت ځینو ساتونکو لکه له مخکې چې د دولت له وسلوالو مخالفانو سره ملګري کېدل همږغي کړي وي، ځینې ساتونکي حاضر نه وو له مخالفانو سره ملګري شي، د دوی ترمنځ جګړه شوې، هغه ۷ ساتونکي چې د دې خاینانه اقدام مخالفان وو، شهیدان شوي او څلور تنه یې ټپیان شوي دي."
د بادغیس والي وايي، له اتو- تر لسو پورې نور کسان د دولت له وسله والو مخالفانو سره ملګري شوي دي.