ارمنستان د قرباغ جګړه کې د وژل شویو لپاره ملي ماتم پیل کړ
ارمنستان نن شنبه په لانجمنه سیمه نګرنو-قره باغ کې له اذربایجان سره د شپږو اوونیو په جګړه کې د وژل شویو لپاره درې ورځنی ملي ماتم پیل کړ.
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان چې ماسک یې کارولی و او شااوخوا یې امنیتي ځواکونه لیدل کېدل نن پر ځايي وخت د ماسپښین یوه بجه د زرګونو کسانو له ډلې سره یوځای شو.
راټولو شویو کسانو په سېپټمبر او نوومبر میاشتو کې د جګړې پر مهال د وژل شویو د یاد د درناوي لپاره ډله ییز حرکت وکړ.
ارمنستان له اذربایجان سره په لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ کې د شپږو اوونیو لپاره جګړه وکړه چې بالاخره د مسکو په منځګړیتوب د نوومبر پر لسمه پر یوه اوربند موافقه وشوه.