د بګرام هوايي ډګر په شااوخوا کې ۱۰ توغندي لګېدلي
![د بګرام هوايي ډګر په شااوخوا کې ۱۰ توغندي لګېدلي](https://gdb.rferl.org/2A24B48B-0E46-4313-8481-820D2A9C9579_w800_h450.jpg)
د پروان ولایت د بګرام هوايي ډګر په شا او خوا کې څو توغندي لګېدلي دي.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي، ازادي راډیو ته وویل، پر دغه ډګر نن شنبه (د لېندۍ ۲۹مه) لس توغندي توغول شوي چې د ډګر په شا او خوا کې لګېدلي دي.
ولسوال وايي، په پېښه کې چا ته مالي یا ځاني زیان نه دی اوښتی.
د بګرام ولسوال وايي، امنیتي ځواکونو ته څلور نور ناکارول شوي توغندي په لاس ورغلي چې شنډ کړي یې دي.
بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه ګڼل کېږي.
چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.