کرونا؛ امریکا د موډرنا شرکت واکسین ته اجازه ورکړه
![کرونا؛ امریکا د موډرنا شرکت واکسین ته اجازه ورکړه](https://gdb.rferl.org/E149DA46-2113-4BC1-8683-27DEA663E856_w800_h450.jpg)
د امریکا د خوړو او درملو د خوندیتوب ادارې، د کرونا ویروس ضد دوهم واکسین چې موډرنا شرکت جوړ کړی د اضطراري کارونې اجازه ورکړه.
تر دې یوه ورځ مخکې، یوه ډله متخصصانو د دغه واکسین د کارونې موضوع تایید کړې وه.
د امریکا د خوړو او درملو د خوندیتوب ادارې هغه واکسین ته هم جواز ورکړ چې فایزر او بایو ان تیک شرکتونو جوړ کړی دی.