د ارمنستان صدراعظم یریوان کې د یوه ډله ییز حرکت مشري کوي
د ارمنستان صدراعظم وايي، دی به په یریوان کې نن شنبه د هغه ډله ییز حرکت مشري کوي چې په لانجمنه سیمه نګورنو-قره باغ کې د شپږو اوونیو په جګړه کې د وژل شویو په یاد د ویر لپاره رابلل شوی دی.
نیکول پشنیان په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، دغه حرکت به پر ځایي وخت د ماسپښین پر یوه بجه پیل او برخوال به په مرکزي میدان کې سره راغونډ شي.
د صدراعظم ویاند مانه ګیورګیان محلي رسنیو ته پرون ویلي چې صدراعظم پشنیان به د دې ډله ییز حرکت مشري کوي.
ارمنستان له اذربایجان سره په لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ کې د شپږو اوونیو لپاره جګړه وکړه چې بالاخره د مسکو په منځګړیتوب د نوومبر پر لسمه پر یوه اوربند موافقه وشوه.
ارمنستان د وژل شوېو د درناوي لپاره سر له نننه درې ورځنی ماتم اعلان کړی او سبا به د قربانیانو په یاد د دعا مراسم وي.