کاپیسا چارواکي: ۲ بریدونو یو پولیس وژلی او بل چارواکی یې ټپي کړی
د کاپیسا ولایت چارواکي وايي، د وسله والو په دوو حملو کې یو پولیس وژل شوی او بل چارواکی ټپي شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل، وسله والو کسانو دغه پولیس د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ډزو وژلی دی.
ښاغلی شورش وايي، تېره شپه بیا د کاپیسا د مرکز د لومړۍ حوزې د مخابرې امر په بله حمله کې ټپي شوی دی.
د دغو پېښو مسوولیت چا نه دی منلی.