د قطر استوګنیز ښارګوټي د جوړولو تړون لاسلیک شو
د قطر استوګنیز ښارګوټي د جوړولو تړون د الغرافې خیریه موسسې او ساختماني شرکتونو ترمنځ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه په حضور کې لاسلیک شو.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس حشمت ناصري نن شنبه(د لېندۍ ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ښار ګوټې د جوړولو پر مهال به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
ياد ښارګوټی چې په کابل ښار کې یو له مهمو ښارګوټو څخه شمېرل کېږي، د الغرافې خیریه موسسې د شاوخوا ۱۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو په مالي مرسته جوړیږي.
قطر استوګنیز ښارګوټی په ۳۲ جریبه ځمکه د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې جوړیږي.
د تفصیلي پلان پر بنسټ، په دې ښارګوټي کې اته ۱۲ پوړیزه استوګنیز بلاکونه، درې ۷ پوړیزه تجارتي بلاکونه، یو جومات، دوه ښوونځي، یو دارالایتام او دوه ۵ پوړیزه تجارتي مرکزونه په پام کې نیول شوي چې په بشپړېدو سره به یې اړمنو کسانو ته د ښې استوګنې زمینه برابره شي.