سیما سمر: له خپلې دندې لیرې کړای شوې یم
![سیما سمر: له خپلې دندې لیرې کړای شوې یم](https://gdb.rferl.org/BC416F28-6250-4731-B294-DAED728633FD_w800_h450.jpg)
د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر وایي، له خپلې دندې لیرې کړای شوې ده.
اغلې سمر نن ازادي راډیو ته وویل چې د دندې د لیرې کېدو په اړه ورسره هېڅ تماس نهدی نیول شوی او نه هم ورسره مشوره شوې ده.
د هغې په وینا له تېر یو نیم کال راهیسې چې د دغه وزارت د ایجادولو اعلان شوی، پر تشکیلاتو هم کار نهدی شوی.
سیما سمر شااوخوا یو نیم کال مخکې په دغه دنده ټاکل شوې او تر هغې مخکې یې شااوخوا ۱۷ کاله د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د رئیسې په توګه دنده ترسره کړې وه.