ګلاب اپرېدی د پښتونخوا تر څنګ پنجاب کې هم د رباب کنسرټونه ورکوي
![ګلاب اپرېدی د پښتونخوا تر څنګ پنجاب کې هم د رباب کنسرټونه ورکوي](https://gdb.rferl.org/307D628F-3B6C-433B-BA7E-4F97FCAECD82_w800_h450.jpg)
دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته له پېښوره رباب غږوونکی ګلاب اپرېدی مېلمه کړی وو. دی د يوې هنري کورنۍ دی او يو شمېر شاګردان لري. اپرېدی وايي، د هېواد د بېلا بېلو برخو ترڅنګ د نړۍ په شاوخوا ۱۰ هېوادونو کې يې د رباب کنسرټونه ورکړي دي. د نوموړي خبرې او په رباب غږولې ځينې نغمې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.