فرانسه کې درې پولیس نن سهار مهال په ډزو ووژل شول
د فرانسې چارواکي وایي، درې پولیس نن سهار هغه مهال په ډزو کې ووژل شول چې د کورني تاوتریخوالي یوې پېښې ته د ځواب ویلو لپاره سیمې ته ورسېدل.
دغه پېښه کې یو بل پولیس ټپی شوی دی.
دغو پولیسو هڅه کوله، هغه مېرمن وژغوري چې له خاوند سره له شخړې وروسته د خپل کور بام ته ختلې وه.
د راپورونو له مخې، وسله وال کس لومړی په پولیسو ډزې کړي او بیا یې کور ته اور اچولی.
دا ښځه د کور له بامه د پولیسو له خوا را ښکته شوې او د برید کوونکي جسد هم موندل شوی دی.
برید کوونکی ۴۵ کلن دی او څارنوالانو ویلي، پخوا یې هم له خپلې مېرمنې سره د ماشوم د سرپرستۍ پر سر جنجال کړی دی.