د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په دوبۍ کې تمرینات پیل کړي
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نن په دوبۍ کې خپل تمرینات پیل کړل.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز معشوف نن ازادي راډیو ته وویل، د فوټبال ملي لوبډله به د متحده اماراتو د فوټبال په فدراسیون کې تمرینات ترسره کړي.
ښاغلی مشعوف وایي،په دغو تمریناتي سیالیو کې ٢٢ لوبغاړو ګډون کړی چې ١٢ یې له بهره راغلي دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي هېله څرګندوي، چې له دغه تمریناتي کمپ څخه نوي څېرې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته وټاکل شي څو د قطر ۲۰۲۲ نړیوالو سیالیو کې د بنګله دیش په وړاندې ولوبېږي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم خپل تمرینات د دسمبر تر ٣٠ پورې په دوو برخو کې دوام ورکوي.