کریستیانو رونالدو د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو
د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلې او ایټالوي کلب یوونټوس نامتو لوبغاړی کریستیانو رونالدو د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.
دا مراسم تېره شپه په دُبۍ کې نیول شوي و چې د نړۍ مشهوره او نامتو لوبغاړو له ډلې کریستیانو رونالدو د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه.
دغه جایزه د ګلوب ساکر له لوري د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو غوره د فوټبال لوبغاړي ته ورکړل شوه.
رونالدو تر دې دمه پورې ۱۰۲ ګولونه د خپل ملي ټیم پرتګال لپاره لګولي او د کلب لوبو لپارهیې بیا ۶۵۴ ګولوهنې کړې دي.