روسيه کې د کب نیوونکو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۷ تنه تري تم شوي
روسي چارواکي وایي، په شمالي کنګل سمندر کې د کب نیوونکو یوه کښتۍ ډوبه شوې او ۱۷ تنه تري تم دي.
د روسیې د بېړنیو چارو وزارت نن وویل چې سهار اووهنیمې بجې یې معلومات ترلاسه کړل چې د اونیګا په نوم کښتۍ د ارخانګیلسک په سیمه کې نووایا زیملیا سیمې ته نږدې د بارینتس په سمندر کې ډوبه شوه.
دې وزارت ویلي چې د دغې کښتۍ د عملې د ۱۹ تنو له ډلې دوهیې ژغورل شوي او د نورو د ژغورلو لپاره عملیات روان دي.
د روسیې خبري رسنۍ وایي، لږترلږه څلور کښتۍ د پېښې ځای ته استول شوي چې د احتمالي ژوندي پاتې شویو کسانو لټون وکړي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې د یخونو جمع کېدل د دې سبب شوې چې د کب نیوونکو کښتۍ ډوبه شي.