روسیې د نشه يي توکو د یوې نړیوالې شبکې د قاچاق مخه نیولې ده
![روسیې د نشه يي توکو د یوې نړیوالې شبکې د قاچاق مخه نیولې ده](https://gdb.rferl.org/A978C651-4B7B-48C3-8146-768DD59689AB_w800_h450.jpg)
د روسیې د فدرال امنیت اداره وایي، د نشه يي موادو د یوې نړیوالې شبکې د قاچاق مخه یې د امریکا د متحد ایالتونو په همکارۍ نیولې ده.
دا اداره وایي، کوکایین یې له دې شبکې نیولې دي چې ارزښت یې تر دیارلس نیم میلیونه ډالرو زیات دی.
د روسیې د فدرال امنیت د ادارې په خبرپاڼه کې چې نن یې خپره کړه، راغلې دي چې دې شبکې په ټولې اروپا، جنوبي امریکا او روسیې کې د مخدر موادو کاروبار کاوه.