په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي ومړ
![په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي ومړ](https://gdb.rferl.org/1D981FDB-31F6-4E88-9713-F82E9377E191_w800_h450.jpg)
په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي د اته څلویښت کلونو په عمر وفات شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې څرګندوي چې دلیلي د زړه د حملې له امله وفات شوی دی.
دغه وزارت د دلیلي مړینه یوه ستره ضایعه بللې ده او ویلي یې دي چې ده د سولې د خبرو په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې مهمه ونډه لرله.
دلیلي په غزني کې زیږیدلی او د قطر په پوهنتون کې یې انجنیري لوستې وه.
دی په دیارلس سوه اته نویم کال کې په قطر کې سفیر ټاکل شوی و.