د کابل د موټای سیالۍ د ٥٠ غوره څېرو په ټاکلو پای ته ورسېدې
![د کابل د موټای سیالۍ د ٥٠ غوره څېرو په ټاکلو پای ته ورسېدې](https://gdb.rferl.org/7507A552-5B71-49B2-ABD3-89B8B1435562_cx33_cy21_cw49_w800_h450.jpg)
د کابل د موټای سیالۍ چې د سولې جام په نوم له یوې اونۍ را په دې خوا پیل شوې وې نن د ٥٠ غوره څېرو په ټاکلو پای ته ورسېدې.
د افغانستان د موټای فدراسیون مرستیال جمیل محمدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې په یادو سیالیو کې د ۴۰ نجونو په شمول ٣٠٠ تنو د کابل له بېلابېلو کليونو ګډون کړی وو.
ښاغلی محمدي وايي، د دې سیالیو هدف د لوبغاړو پیاوړتیا او راتلونکي کال لپاره د غوره څېرو ټاکل په ګوته شوي دي.
ښاغلي محمدي وویل، د سیاليو په پای کې ٢٠ مېرمنې او ٣٠ نارینه د غوره لوبغاړو په توګه وټاکل شول.
د موټای فدراسیون چارواکو په وینا د یادو سیالیو ګټونکي به د ۱۴۰۰ لمریز کال موټای سیالیو کې ګډون وکړي.