دروېش روښان د پښتو روښانه سباوون غواړي
![دروېش روښان د پښتو روښانه سباوون غواړي](https://gdb.rferl.org/AB1C8D75-0FB5-40D5-89F1-E960944DCC84_w800_h450.jpg)
د مشال راډیويي مجلې په تازه ګڼه کې د درویش روښان مرکه اورېدلی شئ. نوموړی ځوان خوږ ژبی شاعر دی چې تر اوسه یې ګڼ شعرونه سندرغاړو سندریز کړي دي. دروېش روښان وايي، په خپلو شعرونو کې یې د لر او بر افغانانو دردونه انځور کړي دي. نوموړی د کابل دردونه ژاړي، د پېښور په خالاتو خپه کېږي او د پښتنو د بدې ورځې د ښه کېدو لپاره د شعر د لارې د خلکو د پیوستون غوښتنه کوي.