روحاني: د قدس ځواک د پخواني مشر قاسم سلیماني د وژنې غچ اخلو
د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، د قدس ځواک د پخواني مشر قاسم سلیماني د وژنې غچ اخلي.
ده نن چهارشنبه(د مرغومي ۱۰مه) د کابینې په غونډه کې د سلیماني د لومړي تلین په مناسبت وویل، د ایران رژیم تر اوسه د خپل دغه قوماندان د وژنې وروستی غچ نه دی اخېستی.
ښاغلي روحاني زیاته کړه: "زموږ د سردار لاس مو پرې کړ، موږ باید له دې سیمې ستاسې پښې پرې کړو، تر هغو چې تاسو دې سیمه کې یی، موږ به وروستۍ غچ نه وي اخېستی."
قاسم سلیماني سږکال د جنورۍ په ۳مه د بغداد هوایي ډګر ته نژدې د امریکایي ځواکونو له خوا ووژل شو.
امریکا تېر کال د ایران انقلاب ساتونکی ځواک چې قدس ځواکونه یې یوه برخه ده، د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړ.