کندهار کې ناپېژانده وسله والو یو تن په ډزو وواژه
ناپېژانده وسله والو نن چهارشنبه(د مرغومي ۱۰مه) سهار کندهار کې یو تن په ډزو وواژه.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، پر دغه کس چې هویت یې لا معلوم نه دی، د ښار ۱۴مه حوزه کې برید شوی دی او برید کوونکي چې په موټر سایکل سپاره وو، تښتیدلي دي.
د ازادي راډیو خبریال بیا د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه اخلي وایي، وژل شوی کس د مسعود اتل په نوم د کندهار د هوایي لوا پیلوټ دی.
د برید مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی.
دا په تېرو دوه اونیو کې شپږم هدفي برید دی چې کندهار کې کېږي. له دې وړاندې د کندهار د حج او اوقافو مشر په یوه ورته برید کې ټپي او موټر چلونکی یې ووژل شو.