دوبۍ کې د فوټبال لوبډلې روزنیز کمپ پای ته ورسېد
![دوبۍ کې د فوټبال لوبډلې روزنیز کمپ پای ته ورسېد](https://gdb.rferl.org/18d7699a-c441-45ab-8b24-922399b48659_w800_h450.jpg)
په دوبۍ کې د فوټبال افغان ملي لوبډلې روزنیز کمپ پای ته ورسېد.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن چهارشنبه (د مرغومي ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه روزنیز کمپ د فوټبال ملي فدراسیون له خوا په دوبۍ کې د ملي لوبغاړو د روزنې لپاره چمتو شوی وو.
نوموړي وویل چې د روزنیز کمپ په پای ته رسېدو سره هغه لوبغاړي چې له بهره کمپ ته راغلي وو، بېرته خپلو کلبونو ته ستانه شول.
نوموړي وویل چې د فوټبال ملي لوبډله د درېیو ورځو لپاره د متحده اماراتو د فوټبال په فدراسیون کې تمرینات ترسره کړل.
په دغو تمریناتي سیالیو کې ٢٢ لوبغاړو ګډون کړی وو چې ١٢یې له بهره راغلي وو.
دغه سیالۍ د قطر ۲۰۲۲ نړیوالو لوبو کې د بنګله دیش پر وړاندې د لوبې لپاره د چمتووالي په موخه ترسره شوې.