د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبدله متحده عربي امارتو ته لاړه
![د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبدله متحده عربي امارتو ته لاړه](https://gdb.rferl.org/697342A3-2B95-4750-9F54-63C3E5A4B439_w800_h450.jpg)
د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبدله د متحده عربي امارتو له لوبډلې سره د لوبېدو لپاره هغه هېواد ته ولاړه.
د راپورنو له مخې ټاکل شوې چې د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډله له افغانستان سره د جنوري په ۱۸مه د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم پيل کړي، خو د ایرلینډ لوبډله به له هغې وړاندې د اماراتو له لوبډلې سره څو لوبې وکړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په تېر کې د ایرلینډ له لوبډلې سره په زړه پورې او له لاسته راوړنو ډکې لوبې درلودې.