سوداګرۍ وزارت: پاکستان د اپټا تړون له تعدیل شوې طرحې سره موافقه وکړه
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د اپتیکا د هغمږۍ په اتمه ناسته کې پاکستان د اپټا تړون د تعدیل شوې طرحې له وړاندیز سره موافقه وکړه.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، پاکستان، موافقه کړې چې په اپټا تړون کې به نړیوال معیارونه او د سوداګرۍ نړیوال سازمان اصول مني.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د اپټا تړون د تعدیل په اړه به افغان او پاکستاني پلاوي په کابل او اسلاماباد کې بېلابېلې ناستې ولري، څو دا تړون تعدیل او وروستی شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه تړون په تعدیل سره به هغه ستونزې چې په اپټا تړون کې موجودې وې لهمنځه ولاړې شي.
د افغانستان-پاکستان د ترانیزیټ او سوداګرۍ د هوکړې ( اپتیکا) د همغږۍ اتمه درې ورځنۍ ناسته تېره ورځ په اسلاماباد کې پای ته ورسېده.
اپټا تړون په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په موخه لاسلیک شو، خو افغان چارواکي او سوداګر وايي، دا تړون ستونزې لري او تعدیل ته پهکې اړتیا شته.