کرکټ؛ بېګ باش کې د ښې لوبې له امله مجیب ځدراڼ ان نړیوالو مبصرینو هم وستایه
![کرکټ؛ بېګ باش کې د ښې لوبې له امله مجیب ځدراڼ ان نړیوالو مبصرینو هم وستایه](https://gdb.rferl.org/681FC35A-A0D7-4813-967E-F6E4B991AA23_w800_h450.jpg)
د اسټرالیا د کورني کرکټ لیګ یا بېګ باش کې سیالیو کې د ښې لوبې له کبله افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ په کوردننه او د کرکټ د نړیوالو مبصرینو له خوا ډېر ستایل شوی دی.
مجیب ځډراڼ پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۰مه) د بریزبېن هېټ لوبډلې په ګټه ۴ اوورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځول.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه دا لوبه د مجیب لپاره یوه ویاړلې کارنامه بللې.
په ټولنیزو رسنیو کې مجیب ځدراڼ د افغانستان ویاړ بلل شوی دی.
د کرکټ نړیوالو مبصرینو هم د افغان لوبغاړي مجیب ځډراڼ راتلوونکی روښانه بللی او افغانستان یې د کرکټ د استعدادونو کور بللی.