د روسیې د زندانونو چارواکو له الکسي ناوالنۍ سره د ناسم چلند ادعاوې رد کړې
د روسیې د زندانونو چارواکو نن په زندان کې د اپوزېسیون له مشر الکسي ناوالنۍ سره د ناسم چلند ادعاوې رد کړې.
تر دې یوه ورځ دمخه د فساد ضد کمپاینر او د کرملېن منتقد الکسي ناوالنۍ په زندان کې د نهخوړو اعتصاب پیل کړ.
۴۴ کلن ناوالنۍ د جدي ناروغۍ لپاره د روغتیایي خدماتو د نشتوالي او هم په دې اړه شکایت کړی چې د زندان ساتونکي په پرلهپسې ډول دی خوب ته نهپرېږدي.
ناوالنۍ په جنوري کې وروسته له هغه چې تازه له جرمني څخه تر درملنې وروسته مسکو ته ورسېد، د روسیې پولیسو ونیو او بندي یې کړ. دی په یوې زهري مادې مسموم کړای شوی وو چې لوېدیځو هېوادونو او د بشري حقونو نړیوالو ډلو د روسیې حکومت په دې قضیه کې ښکېل وباله او انتقادونهیې وکړل، خو مسکو دا ادعاوې رد کړې.
ناوالنۍ تېره اوونۍ شکایت کړی چې د پښو او ملا له سخت درده کړېږي، خو د زندان ډاکتران له ایبوپروفین پرته بل درمل نهدي ورکړي.
د زندانونو چارواکي بیا وایي ناوالنۍ ته د هغه د اوسني روغتیایي وضعیت په پام سره ټول اړین امکانات برابر شوي دي.