Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2021

Новости за 26.04.2021

په کراچۍ کې د ورکو شيعه ګانو خپلوان په احتجاج دي

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې په احتجاج ناست اهل تشیع وايي، حکومت او امنیتي ادارې ورته د کورنۍ ورکو غړو په اړه معلومات نه ورکوي. دې شیعه ګانو د اپرېل پر دویمه پرلت پیل کړی او وايي، د ځينو کورنیو غړي له کلونو راهیسې ورک دي. د سیند د اطلاعاتو او خپرونو چارو صوبايي وزیر ناصر حسین شاه د اپرېل پر ۲۴مه احتجاجي کیمپ ته ورغلی وو او هلته یې پرلتوالو ته وویل چې حکومت یې هڅه کوي چې ورک کسان معلوم شي. امنیتي چارواکي وايي، ډېری ورک کسان له بېلا بېلو ناقانونه مذهبي ډلو پورې تړاو لري چې ځینې یې د هېواد دننه او ځینې یې بهر پټ دي. Читать дальше...

کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر: "ژمنې تکرار او د ترکیې غوڼدې د کولو پر هڅو" بحث وشو

Mashaalradio.com 

پاکستان او افغانستان سلا شوي چې د سولې لپاره د بېن الافغاني خبرو په لړ کې د استنبول غونډې جوړولو هڅې زیاتې کړي.  په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د اپریل ۲۶ مه مشال رېډیو ته وویل چې د افغانستان لپاره د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق خان په مشرۍ کابل ته تللي پلاوي د افغانستان بهرنيوو چارو مرستيال وزیر میرویس ناب او د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب سره د امنیت او تجارت په اړه غږېدلی دی. د منصور احمد خان په وینا محمد صادق افغان حکومت ته د سولې په بهیر کې د اسلام اباد لخوا د مکمل ملاتړ ډاډ ورکړ. Читать дальше...

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: وروستیو اوونیو کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې په وروستیو اوونیو کې د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې نسبي زیاتوالی راغلي. دغه وزارت په داسې حال کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتېدو وايي چې د سیمې په هېوادونو په ځانګړي ډول هند کې د کرونا ویروس درېیمه څپه د څونامي په څېر په چټکۍ خپرېږي. د دې وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري ازادي راډيو ته وویل، که څه هم د کرونا درېیمه څپه افغانستان ته نه‌ده راغلې، خو عامې روغتیا وزارت له وړاندې ورته جدي تدابیر نیولي دي. دی وايي، که څه هم... Читать дальше...



روغتیا وزارت د کرونا د درېیمې څپې مخنیوي لپاره په ځینو محدودیتونو غور کوي

Pa.azadiradio.com 

د  افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو د مخنیوي لپاره په ځینو محدودیتونو غور کوي. د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح نن یوې غونډې ته ویلي چې له ایران او پاکستان سره په ګډه پوله پر تګ راتګ محدودیتونه، د هند د پروازونو ځنډول، د شپې ګرځ‌بندیز، پر غونډو باندې بندیز او د عاجلو مرستو د کمېټو فعالول په دې پلانونو کې شامل دي.  ده زیاته کړې ژر دا وړاندیزونه د دولت له مشرتابه او امنیت شورا سره شریکوي څو هغوی یې په اړه پرېکړه وکړي.  په افغانستان کې دا څو وروستۍ ورځې د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي. Читать дальше...

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت غوښتنه؛ هند ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې هند ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.  د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي هندوستان د کرونا ویروس له یوې نوې څپې سره مخ دی او د دغه هېواد چارواکو په بېلابېلو ښارونو کې ګرځ‌بندیز او قرنطینونه اعلان کړي دي.  هندوستان کې دا څو وروستۍ ورځې هره ورځ له درې نیمو لکو ډېر کسان په کرونا اخته کېږي.   یوازې پرون ۲،۸۰۰ کسان مړه شوي.   د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې افغانستان ته له هند یا نورو بهرنیو هېوادونو راستنېدونکي کسان باید د کرونا منفي ټسټ له ځانه سره ولري.

روسیې د ایټالیا د دفاعي او سمندري ځواکونو اتشه له مسکو ایستلی

Pa.azadiradio.com 

روسیې یو ایټالیايي ډیپلوماټ له خپل هېواده ایستلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي په مسکو کې یې د ایټالیا سفیر ورغوښتی او د دفاعي او سمندري ځواکونو د اتشې د وتلو امر یې ورسپارلی دی. روسیې دا کار د ایټالیا له‌خوا په مارچ میاشت کې د دوو روسي ډیپلوماتانو د ایستلو په غبرګون کړی دی. د ایټالیا دغه ډیپلوماټ ته ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی چې له مسکو ووځي. د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې دا کار غیر عادلانه او بې‌بنسټه بللی دی. اخوا رومانیا ویلي یو روسی ډیپلوماټ له خپل هېواده باسي. د رومانیا... Читать дальше...

د چک صدراعظم وايي له افغانستان سره همکاري به‌یې دوام وکړي

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت صدراعظم اندري بابېش وايي، له "افغانستان څخه د چکي عسکرو او په ټوله کې د نړۍوال ائتلاف د ځواکونو له وتلو وروسته به هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي." چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې اندري بابېش دا خبره پراګ کې له افغان سفیر شهزاد اریوبي سره په لیدنه کې کړې. د خپرپاڼې په وینا په دې لیدنه کې د چک جمهوریت او افغانستان ترمنځ د اړیکو د یو نوي باب په پرانیستو خبرې شوې دي. په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر شهزاد اریوبي وايي، هېواد... Читать дальше...

د افغانستان پوهنې وزارت د ښوونځیو ځیني مضمونونه له یو بل سره مدغموي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په هغې طرحې کار کوي چې له مخې به‌یې د ښوونځیو ځیني مضمونونه له یو بل سره مدغم شي. وروسته له هغې چې یو شمېر زده‌کوونکو په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت په اړه انتقادونه وکړل، اوس دغه وزارت وايي، په طرحې سره به‌یې په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه حل شي. د دې وزارت چارواکي وايي، د یادې طرحې له مخې هغه مضمونونه چې د محتوا له اړخه یو شان دي یوځای کېږي. د دې وزارت ویاندې نجیبه ارین د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۶» له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دغه طرحه په لومړي پړاو کې ده... Читать дальше...



د فکري ملکيت ورځ او د پښتنو ادیبانو حال

Mashaalradio.com 

دخيبر پښتونخوا د غرنۍ سیمې بونیر نوموتی شاعر منیربونیري ته نه وه معلومه چې د نوي دور د ټیکنالوژۍ د راتګ سره د هغه شعرونه دومره ډېر مشهور شوي چې خلک یې په پېغامونو کې یو بل ته لېږي. پر ټولنیزو رسنيوو شهرت یې د کتاب تر چاپ وروسته هم په کار راغی.کله چې ۳۰ کلن بونيري په ۲۰۲۰کال کې د "سپينې سپينې مه وايه" په نامه لومړۍ شعري ټولګه چاپ کړه نو ډير ژر یې لس زره ټوکه (کاپيانې)‌ خرڅې شوې. د بونیری د يوټيوب چېنل خوا اوشا ۲۵۰۰۰ سبسکرایبرز لري. نيزدې هره يوه ويډيو یې په لکونو ځل کتل شوې. د هغه شعرونه ګڼو سندرغاړو... Читать дальше...

د ولسي جرګې ځیني غړي: ناټو او مریکا حق نه‌لري له افغانستانه خپل پوځي تجهیزات یوسي

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له‌خوا د خپلو تجهیزاتو پر وړلو، د دغه هېواد د ولسي جرګې انتقاد. د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته، د تاوتریخوالي ډېرېدو ته اشاره کوي وايي، افغان ځواکونه دغو تجهیزاتو ته اړتیا لري او امریکا او ناټو "حق نه‌لري" خپل تجهیزات یوسي او یا يې ناکاره کړي. دوی د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۶» د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، دغه ځواکونه باید خپل تجهیزات د افغانستان وسله‌وال ځواک ته ورکړي چې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره ترې استفاده وکړي. Читать дальше...

روسیه کې د کرملېن د سرسخته منتقد د دفتر فعالیتونه ودرول شول

Pa.azadiradio.com 

د کرملېن د سرسخته منتقد الکسي ناوالنۍ د دفتر فعالیتونه د روسیې د یوې محکمې له‌خوا ودرول شول.  د ناوالنۍ همکارانو نن تأیید کړه چې د محکمې پرېکړه دوی ته رسېدلې او د الکسي ناوالنۍ د اداري فساد ضد بنسټ اف‌بي‌کې ټول فعالیتونه ځنډول شوي.  د «FBK» مشر ایوان ژدانوف چې د ناوالنۍ په غیابت کې د دې بنسټ مسؤلیت په غاړه لري نن رسنیو ته په اړه معلومات ورکړي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د مسکو د څارنوال دفتر غواړي د «FBK» بنسټ او دوه نور سازمانونه چې د الکسي ناوالنۍ سره تړاو لري د "افراطیانو" په توګه راجستر کړي. Читать дальше...

حسين بخش صفري د پولند د ازادو مبارزو سازمان سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ

Pa.azadiradio.com 

د ازادو مبارزو افغان لوبغاړي حسين بخش صفري د پولند د ازادو مبارزو له سازمان سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ. حسين بخش صفري د لومړني افغان په توګه د پولند د ازادو مبارزو په سازمان کې غړيتوب ترلاسه کوي. صفري د دوو کلونو لپاره تړون لاسليک کړى دى او له دې وروسته به د دغه سازمان له لارې لوبېږي. د پولند د ازادو مبارزو سازمان په اروپا کې د ازادو مبارزو له مشهورو سازمانونو څخه ګڼل کېږي. حسين بخش صفري د هېواد له تکړه ورزشکارانو څخه دى او د جوجيتسو د څانګو په غوره رده بندۍ کې د دوو پرله‌پسې کلونو لپاره د جدول په سر کې يې ځاى نيولى دى.

د کرونا له وېرې دوو استرالیايي لوبغاړو ای‌پي‌اېل سیالۍ پرېښودې

Pa.azadiradio.com 

د کرونا له وېرې د کرکټ دوه استرالیايي لوبغاړو ای‌پي‌اېل سیالۍ پرېښودې. کن ريچارډسن او ادم زمپا د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې هغه لوبغاړي دي چې په هندوستان کې د کرونا ویروس د ډېرېدو له کبله استراليا ته ولاړل. په هندوستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر بل هر وخت د ریکارډ کچې ته رسېدلي او د دې ناروغۍ له امله د مړو په شمېر کې هم بې‌سارې زیاتوالی راغلی دی. په همدې وخت کې بیا د هندوستان د کرکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالۍ هم روانې دي. ټاکل شوې چې نن د پنجاب او کلکتې لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته لاړې شي. Читать дальше...

حامد شینواری د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

حامد شینواری د افغان کرکټ بورډ نوی اجرائیه رئیس وټاکل شو. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی شینواری د ازادې سیالۍ له لارې دغه څوکۍ ته بریالی شو. نوموړي وویل چې نن په کرکټ بورډ کې په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې پخواني اجرائیه رئیس رحمت‌الله قریشي له لوري حامد شینواری د نوي اجرائیه رئیس په توګه اداري کارکوونکو ته وپېژندل شو. حامد شینواری د روغتیایي پالېسۍ د مدیریت برخه کې د دکتورا تر کچې لوړې زده‌کړې لري او له دې وړاندې یې د افغانستان کرکټ بورډ په ګډون په... Читать дальше...

په مردان کې ټولبند لګول شوی دی

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د مردان انتظامیې د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره په ښار کې ټولبند لګولی دی. د اپرېل له ۲۶مې څخه د خوراک څښاک، دواګانو او ځینو نورو اړینو شیانو پرته، ټول کاروبارونه او سفري خدمات تړل شوي دي. انتظامیه وايي، په مردان کې د کورونا وایرس پېښې خورا زیاتې شوې دي نو کېدای شي چې ټولبند بلې هفتې ته هم وغځوي. د ګل (دوشنبې) پر ورځ پر ټولبند سربېره ځینې دوکانونه پرانیستي ول او خلکو هم لارښوونې نه عملي کولې. خو چارواکي وايي، د سرغړونو په تور یې تر ۱۳۰ زیات کسان ګرفتاره کړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

د افغانستان د ۱۴۰۰م کال د کانکور ازموینه چهارشنبه پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

‎د افغانستان د ازموینو ملي اداره وایي، د روان لمریز کال د ثور په ۸مه به د ۱۴۰۰ لمريز کال لپاره پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو مؤسسو ته د کانکور ازموینې پیل او په ۱۰مه نېټه به پای ته ورسېږي. ‎د دغې ادارې چارواکي وایي په یاده نېټه به ۲۵ ولایتونو کې د ۱۲م ټولګيو د فارغانو کانکور ازموینې واخلي. ‎د دغې ادارې د چارواکو په خبره، په لومړي ځل‌یې د کانکور ازموینې ترسره کول په درېیو پړاوونو کې پلان کړي دي. ‎د دغې ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۶» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل... Читать дальше...

په کونړ کې د حسن قرائت په غونډه برید

Pa.azadiradio.com 

د کونړ سیمه‌ییز چارواکي وايي نن د سهار نهه بجې او شل دقیقې پرې وسله‌والو طالبانو د میزایل ګولۍ راویشتلي او په‌کې يی ۱۶ تنه ټپیان کړي دي. نور حال په راپور کې.

افغان او پاکستاني ځواکونو په سپین بولدک کې د اغزن تار د غځولو پر سر نښته کړې

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د اغزن تار د غځولو پر سر یو ساعته جګړه شوې. په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو  ویاند خواجه یحیی علوي ازادي راډیو ته وویل چې جګړه نن تر غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوه کله چې پاکستاني ځواکونو د سپین بولدک په لقمان کلي کې د اغزن تار د غځولو هڅه کوله او دوی یې مخنیوی وکړ. د علوي په وینا جګړې یو ساعت دوام کړی چې پر مهال‌یې یو ملکي سړی زخمي شوی او دغه‌راز د سپین بولدک-چمن لار د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. ښاغلی علوي زیاتوي... Читать дальше...

جلال‌اباد ښار کې پر یو رنجر موټر چاودنې پنځه تنه ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

په جلال‌اباد کې چاودنې پنځه تنه ټپیان کړي دي. چاودنه نن سهار شااوخوا اته بجې د جلال‌اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند عبدالوکیل لېسې مخې ته د پولیسو په رنجر موټر باندې شوې ده.  د ننګرهار د سیمه‌ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر ازادي راډیو ته وویل چې د یادې پېښې له ځایه روغتون ته پنځه تنه ټپیان وروړل شوي. هغه وایي ټپیان دوه پولیس او درې ملکي وګړي دي. تر اوسه د یادې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی. د ننګرهار امنیتي چارواکو هم د یادې چاودنې په اړه جزئیات شریک نه‌کړل.


Музыкальные новости
Сергей Шнуров

Рокер Шнуров на «Новой фабрике звезд» пристыдил певца Киркорова за Евровидение





Rss.plus
Концерт

Тариф – Большой Концерт.




Северный обход в Лобне достроят к концу 2024 года

В Штабе общественной поддержки пройдет Детский шахматный турнир Сергея Карякина

Источник: легкоатлета Поистогова поймали с запрещённым веществом в Екатеринбурге

Прокурор ЦАО г. Москвы разъясняет




د افغانستان د نفتي موادو او ګازو تصدۍ مخکېنی لوی رئیس په بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان سترې محکمې اعلان کړه چې د نفتي موادو او ګازو د تصدۍ مخکېنی لوی رئیس عبدالولید تمیم په درې کاله بند محکوم شوی.  دا خبره نن د سترې محکمې په فېس‌بوک راغلې ده. په بیان کې زیاته شوې چې د اداري فساد درنو جرمونو ته د رسېدنې ابتدائيه محکمې پرون د عبدالولید تمیم محاکمه د مؤظف څارنوال او د هغه د حقوقي مساعد یا مدافع وکیل په حضور کې ترسره کړه.   د بیان له مخې عبدالولید تمیم له واک د ناوړې استفادې په خاطر په درې کاله تنفیذي حبس محکوم او د دولت خزانې ته د پنځه لکه او ۷۴ زره او ۲۲۱ ډالرو په ستنولو مکلف وګرځول شو. Читать дальше...

طالبانو د عباس ستانکزي له خولې د خپلو بندیانو د خوشې کېدو راپورونه رد کړل

Pa.azadiradio.com 

طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې په‌کې د دوی د یوه جګپوړي چارواکي له خولې ویل شوي اووه زره بندیان‌یې ژر پرېښودل کېږي او د مشرانو نومونه‌یې د ملګرو ملتونو له تور لېست نه ایستل کېږي.   د هغوی یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د قطر دفتر د مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د ټویټ له مخې دغه خپور شوی خبر نا سم دی. هغه وویل چې ښاغلی ستانکزی ټويټر نه‌کاروي. د امریکا او طالبانو د دوحې د تړون په اساس چې ۲۰۲۰ کال لاسلیک شوی و، افغان حکومت پنځه نیم زره طالبان خوشې کړل. په دغه تړون... Читать дальше...

د بلوچستان خبریالان تحفظ غواړي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان خبریالانو اتحادیې، بلوچستان یونین اف جرنلسټس د خبریال عبدالواحد ریساني د وژنې پرضد نن د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاج وکړ. دوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې د عبدالواحد ریساني وژونکي ونیسي او خبریالانو ته دې تحفظ ورکړي او د ​ریساني د وژنې د تحقیقاتو لپاره دې د بلوچستان های کورټ په ججانو مشتمل، یو کمیشن جوړ شي. دا له هغه وروسته ده چې د کوټې پولیسو د اپرېل پر ۲۵مه وویل چې وسله والو یو ځايي خبریال په ډزو وژلی دی. د پولیسو په وینا د ازادي نیوز ورځپاڼې خبریال عبدالواحد ریسانی د اپرېل پر ۲۴مه ماښام... Читать дальше...

پاکستان۴۰ کلنو ته د کورونا وایرس واکسين لګول پېلوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې هر هغه څوک چې عمر یې څلويښت کاله یا له څلويښتو کلونو زیات وي، سر له نن څخه د کورونا وایرس واکسينو لپاره ځان رجسټرډ کولی شي. د پلان وزیر اسد عمر د اپرېل په ۲۶مه پر ټويټر ليکلي‌چې دا پرېکړه نن د کورونا وایرس سره د ملي مبارزې په مرکز کې شوې ده. تر دې مخکې شپېته کلنو او بيا پنځوس کلنو ته د واکسينو کول پېل شوي وو. بلخوا د خیبرپښتونخوا له مردان ضلعې څخه د ډېرو کیسونو راتللو له وجې حکومت هلته د نورو بندیزونو لګولو پرېکړه کړې ده. د مردان ډپټي کمیشنر حبیب الله عارف د اپرېل... Читать дальше...

کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سفر؛ طالبان بايد د خبرو مېز ته راوګرځي

Pa.azadiradio.com 

د سوېلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ډین ټامپسون کابل ته د خپل سفر پر مهال د سولې خبرو په ګړندي کېدو او د خبرو مېز ته د طالبانو پر بېرته راګرځېدو ټینګار کړی دی. ښاغلي ټامپسون پرون د ملي مصالحي عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله او د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي. ډین ټامپسون له ښاغلي عبدالله سره لیدنه کې، د جمهوریت له ادرسه د سولې لپاره د اجماع په پیاوړي کېدو هم ټینګار کړی دی. دا د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې له افغانستانه د ټولو بهرنیو عسکرو د... Читать дальше...

د معتبره فلمي جایزو اوسکار مراسم ترسره شول

Pa.azadiradio.com 

د هالیووډ سینما د معتبره فلمي جایزو اوسکار مراسم بېګا ترسره شول.  انتوني هاپکنز د غوره فلمي لوبغاړي اوارډ وګاټه. دغه ۸۳ کلن فلمي لوبغاړي په پلار (The Father) فلم کې د لوبېدو په خاطر دا جایزه واخیسته. د فلم داستان په دې څرخي چې څنګه یو سړی د عمر په تېرېدو د خپلې لور له هر ډول مرستې ډډه کوي. په ښځینه لوبغاړو کې بیا فرانسس مکدورماند د غوره لوبغاړې اوارډ وګاټه. هغې په نومادلند فلم کې اصلي رول لوبولی دی.  د دې فلم کیسه د هغې ښځې په ژوند څرخي چې د خاوند تر مړینې وروسته بې‌کوره او سرګردانه کېږي. د... Читать дальше...



Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Шнуров

Рокер Шнуров на «Новой фабрике звезд» пристыдил певца Киркорова за Евровидение




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов

Чья компания сильнее всех?

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»


ATP

Казахстанец совершил фантастический рывок в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


#123ru.net

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России