Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2021

Новости за 13.04.2021

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت: استانبول غونډه د اپرېل له ۲۴مې د مې تر ۴مې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د استانبول غونډه به د اپرېل میاشتې پر ۲۴مه پیل شي. دغه وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ دغه غونډه به د مې میاشتې تر څلورمې نېټې دوام وکړي. تر دې مخکې په رسنیو کې ویل شوي و چې دغه غونډه ښايي د اپرېل میاشتې پر ۱۶مه پیل شي، خو طالبانو تېره دوشنبه وویل چې د اپرېل پر ۱۶مه په غونډه کې دوی ګډون نه‌شي کولای. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، دغه هېواد یعنې ترکیه، د قطر دولت او د ملګرو ملتونو سازمان په عالي او ټول­‌شموله ډول دا غونډه جوړوي. Читать дальше...

جو بایډن له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه د روان کال د 'سپټمبر په ۱۱مه' باسي

Pa.azadiradio.com 

غربي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه د روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې پر ۱۱مه وباسي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ولسمشر بایډن ښايي د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د ختمولو اعلان د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۱۴مه) وکړي. ټول امریکايي ځواکونه به پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر پر ۱۱مه د ترورېستي حملو د ۲۰م کال له پوره کېدو سره هم­‌مهاله له افغانستانه وځي. تر هغو حملو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ... Читать дальше...

کابل کې د جنايي جرمونو دوام؛ وسله‌والو غلو د یوې کورنۍ ځوان زوی وواژه

Pa.azadiradio.com 

کابل! داسې یو ښار چې د چارواکو په وینا هره ورځ د څو جنایي پېښو شاهد وي. په يوې وروستۍ جنایی پېښه کې يوه کورنۍ د خپل زوی په وير کېناسته. د کابل د افشارو په بالاکوه سیمه کې د ۱۲م ټولګي زده‌کوونکی حمید د شپې په دوه بجې د یو شمېر وسله‌والو غلو له لوري ووژل شو او پلار او دوه وروڼه‌یې ټپیان شول. د حمید د تره زوی محمد اکرام ازادي راډیو ته وویل چې تره‌یې له هېڅ‌چا سره دښمني نه‌درلوده او بې‌وزله خلک و، خو غلو یې په کور حمله وکړه یو تن‌یې وواژه او درې نور یې ټپیان کړل. دی زیاتوي: "دغه پېښه تېره شپه ١٥... Читать дальше...

کرونا یو ځل بیا روژه اغیزمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

په اسلامي هیوادو کې د دوهم کال په مخه کرونا پر روژې او په دې میاشت کې د خلکو پر عبادت سیوری غوړولی دی. په ډیری اسلامي هیوادو کې د جماعت لمنځونو پرمهال سخت تدابیر وضع شوي او د پیرلو په وخت باید خلک روغتیایي لارښوونو ته جدي توجه وکړي، خو داسې هیوادونه هم شته چې روغتیایي لارښونو ته پکې ډیره پاملرنه نه کیږي، په دې راپور کې مو د یوشمیر نورو هیوادو ترڅنګ افغانستان ته مخه کړې.

اشرف غني د امریکا بهرنیو چارو وزیر سره پر سولې پروسې او استانبول کنفرانس خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره‌يې د سولې پر پروسه، د ترکیې پر راتلونکي کنفرانس او د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د ده د راتلونکو ټیلیفوني خبرو په اړه د نظر تبادله وکړه.   ولسمشر اشرف غني پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له بلېنکن سره‌یې نن خبرې کړي. افغان حکومت په ترکیه کې د سولې اړوند کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی اعلان کړی، خو طالبانو پرون وویل چې د اپرېل په ۱۶مه چې ټاکل شوې وه دا غونډه جوړه شي، دوی د ګډون چمتووالی نه‌لري.   د ترکيې رسنیو نن... Читать дальше...

د افغان سېکهانو ویساک؛ سږني مذهبي مراسم کم‌رنګه وو

Pa.azadiradio.com 

نن په کابل کې افغان سېکهانو د ویساک مذهبي مراسم  يا اختر ونمانځه، خو د دوی وايي د نورو کلونو په پرتله سږني مراسم کم‌رنګه وو. په کابل کې مېشت افغان سېکهـ سوني سېنګهـ خواشینی دی، وايي سږنی ويساک‌یې خورا کم‌رنګه و. په دغو مراسمو کې یوازې ٣٠ تر ٤٠ پورې افغان سېکهانو ګډون کړی وو. نوموړی وایي، امنیتي ګواښونه او ناامنۍ لامل شوي چې اکثره سېکهـ کورنۍ بهر ته کډه شي. سوني سېنګهـ زیاتوي: "نن د ویساک لومړۍ ورځ وه چې موږ ونمانځه، په خواشینۍ سره چې خلک ډېر کم و، پخوانیو کلونو کې به موږ دا جشن شپږ تر اتو ورځو... Читать дальше...

د تحریک لبیک پاکستان په مظاهرو کې دوه تنه مړه، یوشمېر ژوبل

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د یوې مذهبي ډلې تحریک لبېک پاکستان د مشر سعد رضوي له نیولو وروستو په ټول ملک کې د یاد تحریک په احتجاجي دهرنو او مظاهرو کې له پولیسو سره په نښتو کې دوه کسان مړه او د پولیسو په ګډون ځینې کسان ژوبل شوي. نور حال په دې ویډیويی راپور کې.

سولې ته د ښځو اندیښنه

Pa.azadiradio.com 

یوشمیر افغان میرمنې د سولې هڅو ته اندیښمنې دي، دوی په دې باور دي چې امریکایي سرتیرې هم باید هغه وخت ووځي چې رښتونې سوله راغلې وي، یعني د ټولنې د استوګنو قانوني او ټولنیز حقوق تضمین شوې وي. نور په دې راپور کې لیدلی شئ، تاسو کولی شئ چې دا راپور له خپلو دوستانو سره شریک کړئ



ترکي رسنۍ: استانبول کې د افغانستان سولې کنفرانس د اپرېل ۲۶مې ته وځنډول شو

Pa.azadiradio.com 

د ترکيې رسنیو نن راپور ورکړ چې د افغانستان د سولې کنفرانس چې ټاکل شوې وه، د اپرېل په ۱۶مه په استانبول کې جوړ شي، د اپرېل ۲۶مې ته ځنډول شوی دی.  د ترکیې خبري رسنیو د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په قول ویلي، وروسته له دې چې طالبانو وویل چې د اپرېل په ۱۶مه د استانبول په غونډه کې ګډون نه‌شي کولای، د دې کنفرانس لپاره پر نوې نېټې غور وشو چې غالباً به د اپرېل ۲۶مه وي.  ترکیې تېره میاشت وروسته له دې د افغانستان د سولې د کنفرانس کوربه‌توب ته تیاری وښوده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني... Читать дальше...

اشرف غني او انتوني بلېنکن پر افغان سولې او استانبول غونډې خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې پر پروسې او د استانبول پر غونډې خبرې وکړې.  ولسمشر اشرف غني پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې نن‌یې د متحده ایالاتو له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سره د سولې د روان بهیر، په ترکیه کې د سولې د کېدونکو خبرو او همداراز د ده او د امریکا د ولسمشر جو بایډن د کېدونکو ټیلیفوني خبرو په اړه د نظر تبادله کړې ده.  د امریکا ولسمشر تر اوسه پورې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د پاتې پوځیانو د ایستلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.

سرور دانش: د ملي مصالحې عالي شورا د سولې طرحه کې د افغان دولت طرحې ته سپکاوی شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش ویلي، کومه طرحه چې د ملي مصالحې عالي شورا له‌خوا د سولې د هوکړې په نوم وړاندې شوې، د جمهور رئیس او افغان دولت طرحې ته په‌کې سپکاوی شوی دی.  په هغه نقد کې چې په یادې طرحې د ښاغلي دانش له‌خوا لیکل شوی او د دوهم معاونیت په رسمي فېس‌بوک پاڼه خپور شوی، ښاغلي دانش ویلي، کومه طرحه چې د ب طرحه کې د انتقالي دولت یا په عمده ډول د ښاغلي خلیلزاد په طرحه تمرکز شوی او د یادې طرحې ټول مواد یې په تعدیلاتو او اصلاحاتو سره تأیید کړي او کوم نوښت په‌کې نه‌دی شوی، ګڼې ستونزې لري. Читать дальше...

ایران له اروپايي اتحادیې سره خبرې وځنډولې

Pa.azadiradio.com 

پر ایران د اروپايي اتحادیې د بشري حقونو د بندیزونو له اعلانه څو ساعته وروسته ایران له اروپايي اتحادیې سره خبرې وځنډولې.  د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده پرون وویل چې د اروپايي اتحادیې بندیزونه غندي او هغه بې‌اعتباره بولي.  ده همداراز وویل چې د اروپايي اتحادیې د اقدام په ځواب کې له دې اتحادیې سره جامع خبرې ځنډوي.  په دې خبرو کې مخدره مواد، ترورېزم او بشري حقونه شامل موضوعات دي.

کاناډا ترکیې ته د وسلو د صادراتو جواز په بشپړ ډول لغوه کړ

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې ترکیې ته د وسلو د صادراتو جواز په بشپړ ډول لغوه کړ.  کاناډا تېر کال د نګورنو قره‌باغ پر سر د اذربایجان او ارمنستان د جګړې په ترڅ کې د اذربایجان د پوځي ملاتړ په خاطر ترکیې ته د کاناډا د وسلو د صادراتو جواز ځنډولی و.  د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر مارک ګارنو نن (سې شنبه) په یوه بیان کې ویلي، له څېړنو وروسته باوري شواهد ترلاسه شوي چې ترکیې د قره‌باغ په جګړه کې له هغې ټکنالوژۍ کار اخیستی چې کاناډا دې هېواد ته صادره کړې وه.

د چین ډېر شمېر جنګي الوتکې د تایوان 'هوايي حریم ته داخلې' شوي

Pa.azadiradio.com 

تایوان وايي، د چین ډېر شمېر جنګي الوتکې د دغه هېواد هوايي حریم ته داخلې شوې دي.  د تایوان دفاع وزیر ویلي چې د دوشنبې په ورځ د چین ۲۵ جنګي الوتکې د تایوان فضا ته داخلې شوې.  دا پېښه وروسته له دې شوې چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت تر دې یوه ورځ وړاندې چین ته د غلیمانه دریځ په خاطر خبرداری ورکړ.  د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ځانګړي ډول د تایوان په وړاندې د چین د زیاتېدونکو لمسونو په وړاندې خبرداری ورکړی و.   چین د تایوان ټاپو د خپلې خاورې برخه ګڼي، خو تایوان وايي... Читать дальше...

د تخار د پولیسو امر د یوه قاتل د نیولو پر مهال ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د تخار د پولیسو امر په تالقان ښار کې د یوه قاتل د نیولو پر مهال ووژل شو.  د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر ازادي راډیو ته وویل، محمد ابراهیم دوراندېش تېره شپه د یوه قاتل د نیولو په مهال ووژل شو. ښاغلی اسیر زیاتوي: "د تخار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر تېره شپه ناوخته غوښتل چې د تالقان ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې یو مجرم ونیسي، د همدغه قاتل له لوري پرې ډزې وشوې او په نتیجه کې یې ووژل شو."  قاتل وروسته د پولیسو په ځوابي ډزو ووژل شو.

سپینه ماڼۍ: د ایران د نطنز اټمي تأسیساتو د برېښنا پرچاوۍ کې لاس نه‌لرو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا حکومت وايي، د ایران د نطنز د اټمي تأسیساتو د برېښنا د پرچاوۍ په پېښه کې یې لاس نه‌دی لرلی.  د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل چې ایران دې په دې پېښه کې پر اسرائیل له تور لګولو ډډه وکړي.  د یکشنبې په ورځ په نظنز کې د ایران د یورانیمو د غني کولو په تأسیساتو کې یوه پېښه د دې سبب شوه چې برېښنا یې پرچاو شي.  نیویارک ټایمز ویلي چې په دې تأسیساتو کې چاودنه شوې او برېښنا یې له کاره غورځولې ده.  له دې پېښې وروسته ایران اسرائیل ته د تور ګوته ونیوله او ویې‌ویل چې غچ به ورڅخه واخلي.

د روسیې اپوزېسیون د بندي مشر الکسي ناوالنۍ ډاکتره جریمه شوه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې اپوزېسیون د بندي مشر الکسي ناوالنۍ ډاکتره په دې خاطر جریمه کړل شوه چې تېره اوونۍ یې هڅه وکړه چې ناروغ ناوالنۍ سره په محبس کې وویني.  د کرملېن دا منتقد له مسکوه دباندې بندي دی.  د مسکو د پیتوشکي سیمې محکمې اناستاشیا واسیلي ییفا یو لک او ۸۰ زره روبله چې ۲ زره ۳۲۰ ډالره کېږي، جریمه کړې او ویلي یې دي چې نوموړې په داسې ځای کې د راټولېدو هڅه کړې چې له کبله‌یې کېدای شي په ټرانسپورت کې خنډ پېښ شي.

د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سولې خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې له خپل امریکايي ساري انتوني بلېنکن سره‌یې په دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان د سولې پر پروسې او په دې برخه کې په استانبول کې د دایرېدونکي کنفرانس په باب ګټورې خبرې کړې دي.  د افغانستان حکومت په دې کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی اعلان کړی، خو طالبانو ویلي چې لا یې پرېکړه نه‌ده کړې.


Музыкальные новости




Rss.plus






بغلان کې د سکرو کان ښویېدو ۵ کارګر مړه کړل

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې د سکرو کان د ښویېدو له امله ۵ کارګر مړه شوي دي.  د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت نن رسنیو ته وویل، دا پېښه د نهرین ولسوالۍ په کرکر کان کې شوې ده.  بشارت وايي، مرستندویان سیمې ته رسېدلي چې د مړو په راایستلو کې مرسته وکړي.

‎‎د افغان سولې او د امریکا امنیت ته اندېښنو په اړه بلېنکن ته د کانګرس ځینو غړو لیک

Pa.azadiradio.com 

‎‎د کانګرس یو شمېر غړو د امریکا د بهرنیو  چارو وزیر انتوني بلېنکن ته د افغانستان د سولې او راتلونکي په اړه یو لیک کې د امریکا د امنیت په اړه ژورې اندېښنې څرګندې کړي. ‎د کانګرېس درې غړو لیز چیني، سکاټ فرانکلین او مایکل ولټز  ښاغلي بلېنکن ته په دغه لیک کې لیکلي: "د نړۍ له هرې بلې سیمې څخه ډېر ترهګریز سازمانونه د افغانستان-پاکستان په پوله کې فعالیت کوي. د استخباراتو ټولنې په دوامداره توګه راپور ورکړی چې القاعده، داعش او نورې ډلې په متحده ایالاتو برید ته ژمن دي. د متحده ایالاتو وتل به دې ډلو ته اجازه... Читать дальше...

لاهور کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب شوی

Pa.azadiradio.com 

په لاهور کې د یوه مذهبي مشر له نیول کېدو وروسته د پاکستان په یو شمېر لویو ښارونو کې مظاهرې پیل شوې. د پاکستان د لبیک تحریک فعالانو نن سې شنبه (د اپریل ۱۳) په لاهور، کراچۍ او راولپنډۍ ښارونو کې واټونه بند کړل. د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې، په لاهور کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب شوی دی. پولیسو د پاکستان د لبیک تحریک مشر سعد رضوي پرون په لاهور کې ونیوه. وروسته له دې چې د فرانسې حکومت تېر کال په چارلي هیدو مجله کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ته د منسوب کاریکاتور د خپرېدا... Читать дальше...

هند نن د روسیې سپوتنیک-وي کرونا ویروس ضد واکسین بېړني تطبیق ته اجازه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

هند به چې د کرونا ویروس له دوهمې څپې او د دغه ویروس ضد واکسین له کمي سره مخامخ دی، د روسیې د سپوتنیک-وي واکسین بېړني تطبیق ته اجازه ورکړي. په دې سره به دا درېیم واکسین وي چې هند یې خلکو ته لګول پیلوي. له دې مخکې دې ۱،۳ میلیارد نفوس لرونکي هېواد استرازینیکا او په کور دننه د بهارت بیوتیک شرکت له‌خوا جوړ شوي کواکسین واکسینو ته د تطبیق اجازه ورکړې ده. د درمل جوړولو ډي ار لابراتوارز کمپنۍ نن سې شنبه وویل چې د هند د درملو د کنټرول له عمومي ادارې یې اجازه ترلاسه کړې چې دغه واکسین هېواد ته را وارد کړي. Читать дальше...

د روژې مبارکې میاشتې پیل؛ ښايي دې میاشت کې 'د کرونا وبا سرایت لا زیات' شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان او اکثرو اسلامي هېوادونو کې نن د روژې مبارکه میاشت په داسې حال کې پیل شوه چې په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا خپره ده او دا وېره شته چې ښايي په دې میاشت کې د دې وبا سرایت لا زیات شي.  سږنۍ روژه دوهمه روژه ده چې په اکثرو اسلامي هېوادونو کې د کرونا د مخنیوي لپاره محدودیتونه لګول شوي دي، خو په ځینو اسلامي هېوادونو کې دا محدودیتونه تر ډېره په پام کې نه‌نیول کېږي.  په همدې حال کې په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې دیني عالمان خلک هڅوي چې که د روژې پر مهال واکسین ولګوي، نو روژه‌یې نه‌ماتېږي. د... Читать дальше...

اسرائیل ته د ایران خبرداری؛ روسیه وايي رامنځته شوی وضعیت له نږدې څاري

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې ایران اسرائیل په نطنز اټمي تأسیساتو کې په وروستي برید تورن کړ او ژمنه‌یې وکړه چې د دغه برید غچ به واخلي، روسیه وايي چې د دغې پېښې پر سر رامنځته شوی وضعیت له نږدې څاري. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه په یوه بیان کې وویل چې دغه وضعیت خطرناک دی او کولای شي د اټمي تړون په اړه د بیاکتنې لپاره پر خبرو چې ټاکل شوې سبا چهارشنبه په ویانا کې بېرته پیل شي، اغېز وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه‌راز ویلي چې دوی هیله‌من دي چې دغه پېښه هغو ته ګټه ونه‌رسوي چې نه‌غواړي د نړۍ له قدرتونو سره د ایران اټمي تړون بېرته راژوندی شي. Читать дальше...




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России