الکسي ناوالنۍ په زندان کې خپل خوراکي اعتصاب ختموي
د کرملېن سیاسي منتقد الکسي ناوالنۍ وایي د درملنې لپاره به په زندان کې خوراکي اعتصاب ختم کړي. نوموړي د مارچ پر ۳۱مه دغه اعتصاب پیل کړی وو. ناوالنۍ پر انستاګرام تأیید کړې چې روغتیایي وضعیتیې خراب دی او هغه غوښتنهیې بیا تکرار کړې چې درملنهیې باید د ده شخصي ډاکتران وکړي. نوموړي په یوه پوسټ کې لیکلي، هغو ډاکترانو چې دی بشپړ باور پرې لري، پرون په یوې اعلامیه کې په دې اړه څرګندونې کړي. دغه ۴۴ کلن منتقد وایي ۲۴ ورځې به وخت ونیسي چې د خوړو نظمیې بېرته په تدریج سره عادي حالت ته راوګرځي.