Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2021

Новости за 27.04.2021

افغانستان کې د داعش ۴۰۸ بهرني بندیان؛ له ۱۴ هېوادونو سره‌یې په اړه بحثونه پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت له هغو هېوادونو سره بحثونه پيل کړي چې اوسېدونکي یې د داعش د غړیتوب په تور د ملي امنیت له‌خوا نیول شوي دي. د افغانستان د ملي امنیت لوی رئیس ضیا سراج وویل د داعش یا اسلامي دولت ډلې ۴۰۸ غړي د هغوی له ۱۷۳ ښځو او ماشومانو سره د افغانستان د ملي امنیت په بند کې دي. ښاغلی سراج زیاتوي، د داعش ډلې هسته له‌منځه وړل شوې او فعالیتونه‌یې محدود کړای شوي دي. ضیا سراج سې شنبه «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۷» یوې خبري ناستې ته وویل، د داعش ۴۰۸ نیول شوي غړي د ۱۴ هېوادونو دي او له متبوعو هېوادونو سره‌یې خبرې پيل... Читать дальше...

د کندهار په ارغنداب کې یو بل ناورین؛ بېرته ستنېدونکې کورنۍ د ماینونو قرباني کېږي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ، د بېرته ستنېدو پر مهال هره ورځ د خښ شویو ماینونو په چاودنو کې مړه او ټپیان کېږي. د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته په تېرو ۱۰ ورځو کې ۴۵ مړي او ۵۸ ټپیان وروړل شوي چې ډېره برخه‌یې ملکیان او د ارغنداب ولسوالۍ د ماین چاودنو قربانیان دي. دا کسان په ارغنداب ولسوالۍ کې وروسته تر هغه د ماین چاودنو په بېلابېلو پېښو کې مړه او ټپیان شول چې د جګړو له امله تر څو میاشتو بې‌ځایه کېدو وروسته خپلو کورونو او کليو ته ستانه شول چې لاهم سیمې له ماینونو ډکې دي. Читать дальше...

د فوټبال ملي لوبډلې افغان ستوري د افغانستان پاسپورټ ترلاسه کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوي ستوري حسین زماني په هالند کې د افغانستان په سفارت کې له اداري مراحلو بشپړولو وروسته په رسمي توګه د افغانستان پاسپورټ ترلاسه کړ. د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي چې دغه افغان فوټبالېست ښې وړتیاوې لري او په راتلونکي کې به د افغانستان د فوټبال په ملي لوبډله کې په نړیوال انتخاباتي جام او د اسیا ملتونو جام کې سیالیو کې ولوبېږې. له دې وړاندې نوموړي د هالند او ایټالیا په ځینو لوبډلو کې لوبې کړې دي.



هغه افغانان چې له امريکايانو سره يې کار کړی د خپل امنیت په اړه انديښمن دي

Pa.azadiradio.com 

يوشمير دوی وايي، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره به دوی له جدي امنيتي ګواښونو سره مخ شي. دوی امريکا ته د کډوالۍ د ويزو غوښتونکي دي. خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير يې په ځواب کې څه وايي؟ په دې راپور کې يې ليدلی شئ

افغانستان کې د ښځو حقونو ته اندېښنې؛ خلیلزاد کانګرس کې له 'سختو پوښتنو' سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به نن د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې برخه واخلي او په دې اړه به چې متحده ایالات له دې هېواده د ځواکونو په وتلو سره څه پلانونه لري چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب مسئله یقیني کړي، د غړو له سختو پوښتنو سره مخامخ شي. د کانګرس یو شمېر غړي اندېښنه لري چې له افغانستانه د ځواکونو په وتلو سره به افغان ښځې یوه تیاره راتلونکې ولري. په هغه اسمتاعیه غونډه کې چې د امریکا د کانګرس د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی... Читать дальше...

څه باندې نیم ملیارډ ډالره د اوبو او بریښنا د لسګونو پروژو لګښت

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دولت د لسګونو هغو پروژو چې ترډیره د بندونو د جوړولو او د بریښنا پرتولید څرخي خبرورکوري. ویل شوي د دغو ټولو پروژو ارزښت به څه باندې نیم ملیارډ ډالره وي. ولسمشراشرف غني نن د دغو پروژو د پرانستلو په مهال له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان بنسټیزو تاسیساتو ته دې زیان نه رسوي. نورپه دې راپورکې ووینئ

جنوبي وزیرستان کې اعتراض کوونکو خپل پرلت وغځاوه

Pa.azadiradio.com 

په سلګونه کسانو په جنوبي وزیرستان کې نن د دوهمې ورځې په مخه خپل پرلت ته دوام ورکړی دی. دوی د هغه امنیتي مسؤل د نیولو غوښتنه کوي چې د دوو زلمیانو په وژنه‌یې تورن کړی دی.  د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو او نورو سیمه‌ییزو دا پرلت د مکین په سیمه کې د دوشنبې په ورځ پيل کړ.  اعتراض کوونکي امنیتي ځواکونه تورنوي چې د یکشنبې په ورځ‌یې د یوه دکان مخې ته ډزې وکړې، دوه تنه‌یې ووژل او یو یې ټپي کړ. دوی وایي چې دا کس‌یې پېژندلی دی چې ډزې یې کړې دي.  د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي ویلي دي چې د قتل د دې پېښې تحقیقات پيل شوي دي. Читать дальше...

چارواکي: کندهار کې ۱۳۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د کندهار امنیتي چارواکي وایي په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د دغه ولایت په څلور ولسوالیو کې تر ۱۳۰ ډېر طالبان وژل شوي دي.   د کندهار د امنیت امر سمونوال غورځنګ اپرېدي ازادي رادیو ته وویل: "په تېرو دوو ورځو کې دښمن په پنجوایي، ژړۍ، میوند او شاه وليکوټ ولسوالیو کې زموږ پر پوستو او مرکزونو بریدونه وکړل چې له ښه مرغه دوی په شا وتمبول شول، ۱۳۱ کسان‌یې وژل شوي او ۱۸ تنه‌یې ټپیان شوي دي."  ښاغلي اپرېدي زیاته کړه چې دا عملیات لاهم روان دي.  وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.



د افغانستان دیني عالمانو ته د کرونا واکسین پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دیني عالمانو ته د کرونا واکسین پیل کړ. د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح  د سې شنبې په ورځ خبریالانوته وویل، د کرونا ويروس درېیمه څپه هېواد ته یو لوی ګواښ دی او خلک باید د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې او د دیني عالمانو خبرې واوري. ښاغلي مجروح وویل، دغه وزارت د کرونا واکسین کول ګړندي کړي دي. ښاغلی مجروح زیاتوي: "نن چې یو ځل بيا د کرونا ویروس افغانستان او افغانان ګواښي، د حج او اقافو وزارت ګام په ګام، د وقایې په پروګرامونو کې له دولت او عامې روغتیا وزارت... Читать дальше...

د ملي امنیت رئیس: د بهرنیانو له وتلو وروسته به د طالبانو بریدونو کې بدلون رانه‌شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت رئیس وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د طالبانو په بریدونو کې کوم بدلون رانه‌شي. احمد ضیا سراج د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۷» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې طالبان اوس هم د خپل توان په اندازه بریدونه او فعالیت کوي. د ښاغلي سراج په خبره، تر راتلونکو درې ورځو پورې چې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل پیلېږي، د طالبانو په بریدونو کې به ډېر بدلون رانه‌شي. دی زیاتوي: "دوی اوس هم خپل ټول توان کاروي، هره ورځ په پوستو او لویو لارو بریدونه کوي. Читать дальше...

افغانستان کې ۴۲ لوی او متوسط بندونه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ۱۰۰ ورځې او ۱۰۰ زېري پروګرام، د اوبو او برېښنا اوونۍ. په دې اړه د غونډې په پرانيسته کې د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د ګڼو پروژو او بندونو د جوړولو خبره وکړه. دغه پروژې چې د کندز د ارچي کانال، د تخار شهروان کانال، د ننګرهار د همېشه بهار سب سټېشن او ۲۱ ولایتونو کې د اوبو رسولو ۱۲۲ شبکې په‌کې شاملې دي، د اوبو تنظیم، د کرنیزو ځمکو خړوبولو او خلکو ته د کار پيدا کولو په موخه بشپړې او نن د ښاغلي غني له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دغه پروژې د افغانستان له ملي بودجې تمویلېږي. Читать дальше...

ټیک‌ټاک کمپنۍ اروپایي څېړونکو ته پر خپلې محتوا د څارنې اجازه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د ټیک‌ټاک کمپنۍ وایي، د اروپایي ټولنې د اندېښنو لیرې کولو لپاره‌یې ځیني اقدامات کړي دي. ټیک‌ټاک یو اپلېکېشن دی چې ځوانان ورځخه د لنډو وېډیوګانو په جوړولو کې ډېر کار اخلي. د ټیک‌ټاک کمپنۍ غواړي اروپایي څېړونکو او پالېسۍ جوړوونکو ته اجازه ورکړي چې د خپلو وېډیوګانو پر جوړولو او محتوا یې څارنه وکړي. ټیک‌ټاک نن سې شنبه دغه اعلان وکړ او ویې‌ویل چې دغه اقدام د دې لپاره کوي چې د دې شبکې د ځوانو کاروونکو د خصوصي حریم او امنیت په اړه د اروپایي چارواکو اندېښنو ته ځواب ووایي. د روېټرز د راپور له مخې... Читать дальше...

افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره کارکوونکي افغانان خپل خوندیتوب ته اندېښمن دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یو شمېر هغه افغانان چې له دوی سره‌یې کلونه کار کړی د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن دي. یو شمېر دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، امریکا باید د دوی د مهاجرت چارې ژر تر ژره بشپړې کړي. له دې ډلې راضیه له تېرو اتو کلونو راهیسې په کابل کې د امریکا په سفارت کې کار کوي. نوموړې اندېښنه لري چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وورسته‌یې خپل او د کورنۍ ژوند خوندي نه‌دی. راضیه وايي: "شااوخوا ۱۰ کاله کېږي چې زه دلته کار کوم، زه چې هر ورځ له کور راوځم او دفتر ته راځم ځان خوندي... Читать дальше...

د والي رحمت الله یارمل پرسر د لغمان د ولسونو خپلمنځي مخالفتونه او ناندرۍ

Pa.azadiradio.com 

د لغمان ولسونه په دې وروستیو کې د دغه ولایت د والي رحمت الله یارمل پر سر د یو بل پر وړاندې په اختلافي غونډو او مجالسو بوخت دي، ځيني یې والي په فساد، ناغېړۍ او د ولایت په رهبرۍ کې پاتې راغلی بولي، خو ځيني نور یې بیا ملاتړ کوي او د ولایت لپاره یې وړ بولي. هغه چې د والي رحمت الله یارمل په مخالف لوري کې دي وایي، له هغې ورځې چې نوموړی د لغمان د ولایت پر څوکۍ ناست دی، د لغمان وضعیت تر پخوا بې ثباته شوی دی. د لغمان ولایت اوسېدونکی بارکزی ابراهیم خېل وایي، مرکزي حکومت دې ورته د رحمت الله یارمل پرځای... Читать дальше...

امریکا: سپاه پاسداران د ۲ امریکایي بیړیو ساحه تنګه کړې وه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو سمندري ځواکونه وایي، د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو په فارس خلیج کې د دې میاشتې په لومړیو کې د دوو امریکایي بیړیو ساحه تنګه کړې وه او ځورولي یې وه چې د دې کال دا ډول لومړۍ پېښه ده.  د امریکا سمندري ځواکونو نن سې شنبه (د غويي ۷مه) وویل چې دا پېښه د اپریل په دوهمه شوې ده، نه په کې څوک ټپیان شوي او نه هم څه زیان اوښتی دی.  تهران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خوست کې ۱۵ ښوونځي د ښوونکو د کمښت له کبله د اعتراض په بڼه تړل شوي

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د ښوونکو د کمښت له کبله په تېره یوه اوونۍ کې  ۱۵ ښوونځي د اعتراض په بڼه  تړل شوي دي. د پوهنې د چارواکو په وینا د ښوونکو کمښت د دې لامل شوی چې د دې ولایت لسګونه زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې شي. د پوهنې چارواکي، د والدینو د شوراګانو غړي، مدني فعالان، ښوونکي او زده کوونکي د پوهنې وزارت او د افغان حکومت له مشرتابه غواړي چې د یو شمېر نورو ولایتونو په شان په خوست کې هم د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره کړي. د سې شنبې (د غويي ۷مه) په ورځ د ازادۍ مېنې د مرکزي لېسې دروازه هم د ښوونځي... Читать дальше...

ګردېز کې د اطفایې د امریت لپاره ودانۍ جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د اطفایې د امریت لپاره ودانۍ جوړیږي.   د پکتیا امنیه قوماندان نجیب الله سرتېر د دې ودانۍ د بنسټ د ډبرې د ایښودو د مراسمو پر مهال وویل چې ۳۳ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. ښاغلي سرتیري زیاته کړه: "په دوه منزله کې، دیارلس کوټې لري، دوه ژورې څاګانې لري. د یوه کال په موده کې به د درې دیرش میلیونه افغانیو په لګښټ جوړه شي."  د افغانستان په ښارونو کې ډېر کله د اطفایې د کمزورو خدماتو له امله لګېدلو اورونو خلکو ته زیات مالي تاوانونه اړولي دي.

د کابل په پغمان کې ترافیکي پېښې ۷ تنه وژلي او له ۷۰ ډېر یې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه اووه تنه مړه شوي او تر اویا ډېر ټپیان شوي دي.  د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین نن سې شنبه (د غويي ۷مه) وویل چې د مسافرو دوو موټرو تیره شپه ټکر کړی دی.  په دې اړه تر اوسه نور جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي. دا په داسې حال کې چې د (غوايي په درېیمه نېټه ) د کابل-کندهار پر لویه لار د زابل په مربوطاتو کې ترافیکې پېښې ۱۶ تنه وژلي وو.


Музыкальные новости
Булат Окуджава

В Иллюзионе пройдет ретроспектива «Персона: Булат Окуджава»





Rss.plus
Концерт

Тариф – Большой Концерт.




Мэр Собянин: в Москве самокатчикам не запретят ездить по тротуарам

Путин: благополучие людей — важнейший критерий оценки всей работы властей России

В народный альманах Победы вошёл 101 рассказ

В Петербурге состоится IХ Межконфессиональная Спартакиада




افغانستان کې د اوبو رسولو ۱۲۲ پروژې پرانېستل شوې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې نن سې شنبه (د غويي ۷مه) د اوبو رسولو ۱۲۲ پروژې پرانېستل شوې.   ولسمشر اشرف غني په ارګ کې په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې چې یو شمېر والیانو په انلاین ډول برخه په کې اخېستې وه، وویل: "د تخار، کندز، ننګرهار او پروان والي صاحبانو ته هدایت ورکوم چې دا پروژې د خدای پاک په نامه او د افغانستان د ملت د ادارې پر اساس پرانیزي."  د نن ورځ ټولې پرانېستل شوې پروژې په ۲۱ ولایتونو کې دي چې د ولسمشر په وینا په دې پروژو کې تر ټولو مهمې په کندز کې د ارچي د کانال او په تخار کې د شهروان د کانال دي چې هغه ځمکې به خړوبې کړي چې پخوا للمي وې. Читать дальше...

کوټه کې د یو ځايي خبریال د وژنې پرضد احتجاج

Mashaalradio.com 

په کوټه کې د بلوچستان خبریالانو اتحادیې د ځایي خبریال عبدالواحد رئیساني د وژنې پرضد د صوبایي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاج کړی. احتجاج کوونکي وايي، له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د بلوچستان ۴۵ خبریالان په بمي چاودنو، هدفي بریدونو او نورو پېښو کې وژل شوي خو تر اوسه په دې تور څوک نیول شوي نه دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته پنټاګون له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ نه کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت له دې وروسته د افغان ځواکونو مالي ملاتړ خپل لومړیتوب ګڼي، پنټاګون که څه هم له دې وروسته، له افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ د نه کولو خبره کوي، خو زیاتوي، په داسې یوه طرحه کار کوي چې له لېرې څه ډول د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي؟ د دې وزارت ویاند جان کربي پرون دوشنبه (د غويي ۶مه) رسنیو ته وویل، په نوې تګ‌لاره کې له افغان هوايي ځواکونو د داسې ملاتړ بحث هم شامل دی چې څه ډول وشي کولای په ښه توګه هوايي عملیات وکړي. ښاغلي کربي له افغان ځواکونو د هوایي ملاتړ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل... Читать дальше...

د کونړ د غازي اباد جګړې د لرګيو خاوندانو ته میلیونونه زیان اړولی

Pa.azadiradio.com 

د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د جګړې له امله د نښترو د وهل شوېو لرګیو په اډه کې اور لګېدلی او د خلکو  په وينا د لرګيو خاوندانو ته په میليونونو افغانۍ زيان اوښتى.  په کونړ کې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو د دوهمې لوا ویاند شاهد الله ساپي ازادي راډیو ته  وویل چې طالبانو تېره شپه د نهو بجو خوا ته په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو ډله ییز بریدونه پيل کړل. ښاغلي ساپي زیاته کړه: "د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د لومړي او درېیم کنډک منسوبینو... Читать дальше...

د جاسوسۍ لپاره د امریکا یوه سپوږمکۍفضا ته وتوغول شوه

Pa.azadiradio.com 

د جاسوسۍ لپاره د امریکا یوه سپوږمکۍ د کالفورنیا له هوایي اډې د فضا په لور وتوغول شوه.  د 'اېن.ار او اېل-دوه اتیا' سپوږمکۍ د استولو بهیر پرون دوشنبه (د غويي۶مه) د انټرنټ له لارې خپور شو چې څو دقیقې یې دوام وکړ.  دا سپوږمکۍ د امریکا د متحد ایالاتونو د ملي اکتشافي دفتر اړوند ده. دا اداره د امریکا د استخباراتي سپوږمکیو د پراختیا، جوړیدو، ازموینو او ساتنې مسؤله ده.  دې ادارې پخوا هم ورته سپوږمکۍ ازمویلي دي چې د پراخو اطلاعاتو د راغونډېدو توان یې لاره.



Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Шнуров

Бизнесвумен Матильда Шнурова снялась без одежды в США




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов

Чья компания сильнее всех?


WTA

Потапова не смогла пробиться во второй круг турнира WTA в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Архангельск

Беспроводной сканер штрих-кодов SAOTRON P05i промышленного класса



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России