حکمتیار: د حزب اسلامي د بندیانو د خوشې کولو لپاره بیا لاریونونه پیلوو
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دغه حزب د غړو له لوري د پراخو لاریونونو د بیا پیل خبر ورکړ.
ښاغلي حکمتیار نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۱۲» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې د هوکړې پر بنسټ باید د دوی ټول بندیان ازاد شوي وی، خو په خبرهیې حکومت لا هم په خپله ژمنه عمل نهدی کړی.
ښاغلي حکمتیار پر دې خبرې له ټینګار سره چې د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره به لومړی په کابل ښار کې او بیا به په ولایتونو کې لاریونونه پیل کړي، وویل: "زموږ نږدې ۳،۰۰۰ بندیان په بندخونو کې پاتې دي، دا بندیان مو نهیوازې دلته په بګرام، پلچرخي زندان کې پاتې دي، بلکې په ګوانتانامو بندخونه کې مو هم بندیان پاتې دي، له تور نوملړ نه هم زموږ د حزب اسلامي نوم لا نهدی ویستل شوی."
ګلبدین حکمتیار وایي که څه هم دولتیې د سولې د تړون په لومړیو کې د خپلو ۳۰ زره جنګیالو نوملړ او د هغوی د وسلو نوعیت ورسره شریک کړی و چې د امنیتي ځواکونو لیکو کې یې مدغم کړي، خو په خبرهیې حکومت لا هم دغه ژمنه نهده عملي کړې.
بلخوا د ښاغلي حکمتیار او حکومت ترمنځ د سولې د تړون کمېسیون مشر ضیاءالحق امرخېل وایي حکومت د حزب اسلامي له لوري د ورکړل شوي نوملړ له مخې ټول زندانیان ازاد کړي، خو په خبرهیې یوازې ۷۴ بندیانیې پاتي چې هغه هم د نورو وسلهوالو ډلو په نومونو نیول شوي دي.
ښاغلی امرخېل زیاتوي: "په توافقنامه کې راغلي چې هر هغه بندي چې د حزب اسلامي سره په اړیکو یا فعالیت نیول شوي، هغه باید خوشې شي، یوازې ۷۴ بندیان ازاد شوي نهدي خو پاتې نور ټول خوشې شوي، پر دغو ۷۴ بندیانو هم د داعش بحث دی یا هم د نشهیي موادو د قاچاق، یا هم د حقالعبد مسئله ورباندې پاتې او ځینو باندې د اختطاف بحث دی."
ښاغلی امرخېل وایي د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نهیې یوه میاشت وړاندې د دوی له لاریونونو وروسته په لیکلې او شفاهي بڼه وغوښتل چې د خپلو پاتې بندیانو نومونه هم ورسره شریک کړي ترڅو په خبرهیې، دوی پرې بیا غور وکړي، خو وایي چې حزب اسلامي تر اوسه ورته ځواب نهدی ورکړی.
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نږدې یوه میاشت وړاندې هم له خپلو پلویانو سره په ګډه لاریونونه کړي و او حکومت تهیې د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره ۱۰ ورځې وخت ورکړی و.