د غور والي: د طالبانو په کمین کې ۶ تنه ټپیان شوي
![د غور والي: د طالبانو په کمین کې ۶ تنه ټپیان شوي](https://gdb.rferl.org/7f72f1cb-e6d5-49d1-ad1a-7f5f4e568574_cx0_cy17_cw0_w800_h450.jpg)
د غور د والي ۵ ساتونکي او په دغه ولایت کې د ملي ټلوېزیون یو کمره مین پرون پنجشنبه (د وري ۱۲مه) ماښام ناوخته په یوه برید کې ټپیان شول.
د غور والي عبدالظاهر فیض زاده، ازادي راډیو ته وویل، پرون د امنیتي پوستو د څارلو لپاره د فېروزکوه ښار لویدیځ ته تللي و چې طالبانو پرې غلچکی برید وکړ او په نتیجه کې یې د ده ۵ ساتونکي او د غور د ملي ټلوېزیون کمره مین ژوبل شول.
د غور د والي په وینا په دې برید کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.
د غور والي وايي چې دې نښته کې د ده موټر او یو رېنجر ویجاړ شوي دي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.