افغانستان او پاکستان ټرانزیټي موافقه تمدید کړه
![افغانستان او پاکستان ټرانزیټي موافقه تمدید کړه](https://gdb.rferl.org/C8D25B85-6D0D-4AA1-AE36-402DEDC068D5_w800_h450.jpg)
افغانستان او پاکستان پرون پنجشنبه (د وري ۱۲مه) د دوو هېوادونو د ۲۰۱۰ میلادي کال ټرانزیټي موافقه د درېيو میاشتو لپاره تمدید کړه.
د افغانستان د سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني په کابل کې او د پاکستان د صدراعظم د سوداګرۍ او پانګونې د چارو سلاکار عبدالرزاق داوود په اسلام اباد کې دا موافقه په انلاین غونډو کې لاسلیک کړه.
د دواړو هېوادونو د سفارتونو استازي هم په دې مراسمو کې حاضر وو.
افغانستان او پاکستان د یو بل ټرانزیټي لارو ته سخته اړتیا لري.
پاکستان د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته او افغانستان هند او نورو هېوادونو ته صادرات او واردات کوي.
له ډېرې مودې راهیسې دواړه هېوادونه هڅه کوي چې خپل منځ کې پر ټرانزیټي موافقې له سره خبرې وکړي.