برما: د پوځي کودتا دوه مياشتو کې تر ۵۰۰ زيات کسان وژل شوي
![برما: د پوځي کودتا دوه مياشتو کې تر ۵۰۰ زيات کسان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/d422a737-ce20-4951-b3cc-5e9738c08ff9_tv_w800_h450.jpg)
په برما کې د فېبرورۍ مياشتې له پوځي کودتا وروسته په لومړيو دوو مياشتو کې لږ تر لږه ۵۲۱ کودتا ضد مظاهرچيان وژل شوي او تر ۲۶۰۰ زيات زنداني کړل شوي دي. د پوځي کودتا خلاف او د ولسي حکومت د بيا بحالۍ لپاره د برما په بېلا بېلو ښارونو کې هره ورځ مظاهرې کېږي. ويډيو: اسوشيېټيډ پرېس.