سوریه کې پر ملکي اهدافو بمباریو کې د روسیې لاس لرل غندل شوي
د روسیې د بشري حقونو څو مخکښو ډلو په سوریه کې له بشري حقونو په سرغړونو په تېره پر ملکي اهدافو په بمباریو کې د روسیې لاس لرل غندلي دي.
دا غندنه په هغه ۱۹۸ مخیز راپور کې راغلې ده چې د روسیې د بشري حقونو ډلو د لومړي ځل لپاره د سوریې د خونړۍ جګړې په اړه چمتو کړی.
په دې ډلو کې د بشري حقونو د یاد مرکز او څو نورې مخکښې ټولنې شاملې دي.
دا راپور په روسیه، لبنان، اردن، ترکیه، جرمني، بلجیم او څو نورو هېوادونو کې د سوریې د جګړو له عیني شاهدانو او ژغورل شوېو ملکي وګړو سره د یو نیم سل مرکو پر بنسټ برابر شوی دی.
د راپور له مخې د مرکو ځینو ګډونوالو ویلي دي چې دوی او عزیزان یې د روسیې د بمباریو قربانیان دي.
په راپور کې راغلي د دې ملکي وګړو پر مصیبت له تمرکز وروسته دوی دې نتیجې ته رسېدلي دي چې د سوریې د راتلونکې اصلي مسوولیت په دې کړکېچ کې ټولو ښکېلو اړخونو خو تر ټولو زیات روسیې ته متوجه دی.