تخار کې پولیسو ۱۰۷ بوتله شراب نیولي
![تخار کې پولیسو ۱۰۷ بوتله شراب نیولي](https://gdb.rferl.org/09DB8F19-FAB3-41C6-BBF2-25039947C0CC_cx0_cy24_cw0_w800_h450.jpg)
په تخار ولايت کې تر سلو بوتلو ډېر شراب ونيول شول.
د تخار ولايت امنيه قوماندان اکرام الدین سريع ازادي راډيو ته وويل چې ۱۰۷ بوتله شراب چې خواجه بهاالدین ولسوالۍ ته قاچاق شوي او په پام کې وه له هغه ځايه رُستاق ولسوالۍ ته يووړل شي، پولیسو ونيول.
د دې نشه يي موادو په تور دوه تنه نيول شوي او موټر يې هم ضبط شوی دی.