کندهار کې د کرکټ شل اووریزه سیالۍ، په انځورونو کې
![کندهار کې د کرکټ شل اووریزه سیالۍ، په انځورونو کې](https://gdb.rferl.org/fb954f9f-e534-4b34-a354-1030d9fd5307_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
په کندهار کې په لومړي ځل د ملي لوبغاړو ترمنځ د کرکټ شل اوورېزه لوبه ترسره شوه چې نندارې ته یې په زرګونه کسان راغلې وو.
دغه لوبه د پنجشنبې (د وري ۱۲مه) په ورځ د کمال خان بند د پرانېستې په ویاړ د ملي او ځوانو لوبغاړو څخه د جوړ شوېو دوو لوبډلو 'کمال خان بند جوړونکي او کمال خان بند ساتونکي' ترمنځ ترسره شوه.
ددې راپور انځوریزه بڼه دلته کتلی شئ: