اکشی کومار په کرونا ویروس اخته شو
![اکشی کومار په کرونا ویروس اخته شو](https://gdb.rferl.org/5d56a5cb-ce2f-447e-8e8e-ec17a96e61d9_w800_h450.jpg)
د هند سینما وتلی ستوری اکشی کومار په 'کووېډ-۱۹' اخته شوی دی.
کومار پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، نن سهار یې د کرونا ټسټ مثبت راوتلی او له همغې لحظې یې ځان قرنطین کړی دی.
ده له هغو خلکو چې له ده سره نږدې تماس کې وو غوښتي چې ځانونه معاینه کړي.
د بالیووډ دا ستوری د خپل یوه فلم (رام سېتو) په شوټنګ بوخت و چې کرونا شوی دی.