بلغاریا کې پارلماني ټاکنې پيل شوې
![بلغاریا کې پارلماني ټاکنې پيل شوې](https://gdb.rferl.org/cb0183eb-9553-4c26-ba33-5706a571d5e3_w800_h450.jpg)
بلغاریا کې نن سهار پارلماني ټاکنې پيل شوې.
دا ټاکنې د صدراعظم بایکو بوریسوف د حکومت پر ضد له یو کلن اعتراض وروسته ترسره کېږي.
د بوریسوف ګوند له ۱۰ کلن حاکمیت سربېره لا هم هڅه کوي چې په قدرت کې پاته شي.
نظرپوښتنې ښيي چې د بوریسوف ګوند به د ۲۳ فیصده رایو په ګټلو په لومړي کتار کې راشي، دا به د دغه ګوند د ۲۰۱۷ ټاکنو له رایو ۱۰ سلنه کمې وي.
که د حاکم ګوند حکومت اوس ۲۳ فیصده رایې وګټي، اړ دی چې له نورو ګوندونو سره ائتلاف جوړ کړي.