اندونیزیا او ختیځ تېمور کې د سختو اورښتونو له کبله تر ۷۰ زیات کسان مړه شوي
![اندونیزیا او ختیځ تېمور کې د سختو اورښتونو له کبله تر ۷۰ زیات کسان مړه شوي](https://gdb.rferl.org/70601438-0715-4CD1-9D2E-B68AF99B7940_w800_h450.jpg)
په اندونیزیا او ګاونډي هېواد ختیځ تېمور کې د سختو اورښتونو له کبله تر ۷۰ زیات کسان مړه او په لسګونه نور کسان ورک شوي دي.
چارواکو نن وویل، بارانونه په ختیځ تېمور او د اندونیزیا په مربوطاتو کې د سختو سېلابونو د راوتلو او ځمکې ښویېدو سبب شوي دي.
وروسته له هغې چې د اندونیزیا د اډونارا ټاپو په لامینیلي کلي کې پر کورونو له یوې غونډۍ خټې وښویېدې، ژغورندویې ډلې وتوانېدې ۳۸ مړي راوباسي.
د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې محلي چارواکو ویلي، لږ تر لږه ۵ کسان ټپیان شوي دي.
بلخوا په اندونیزیا کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي، د دغه هېواد په نورو برخو کې هم سختو سېلابونو لږترلږه ۱۷ کسان مړه کړي او لږترلږه ۴۲ کسان لادرکه دي.
د دغې ادارې په وینا د ۵۵ کسانو مړینه لوړ شمېر دی او ښايي دا شمېر بدل شي. دغه اداره وايي ۴۲ نور کسان لا موندل شوي نهدي.
دغهراز په ختیځ تېمور کې چې د اندونیزیا او اسټرالیا ترمنځ پروت هېواد دی، ۱۶ کسان مړه شوي.