کابل کې موټربم چاودنې ۳ افغان پوځیان وژلي او ۱۲ نور ټپیان دي
![کابل کې موټربم چاودنې ۳ افغان پوځیان وژلي او ۱۲ نور ټپیان دي](https://gdb.rferl.org/A022102D-4929-45AB-B18C-6702D023C4B3_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
د کابل په پغمان ولسوالۍ کې موټربم چاودنې لږترلږه درې افغان امنیتي پوځیان ووژل او ۱۲ تنه نور ټپیان کړل.
وسلهوالو طالبانو د پرونۍ دغې حملې مسؤلیت منلی دی.
له کله چې واشنګټن او طالبانو د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کې په خپلو کې موافقه لاسلیک کړې، په افغانستان کې وسلهوالې او بمي حملې روانې دي، خو وسلهوال طالبان د لږو حملو مسؤلیت پر غاړه اخلي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز پرون تأیید کړه چې پرونۍ چاودنې مرګژوبله اړولې، خو ویلي یې دي چې د د مړو شمېر ښايي زیات شي.
وسلهوالو طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې ۴۵ امنیتي پوځيانو تهیې مرګژوبله اړلې ده.
پرون د کابل په قرغه کې هم د ماین چاودنې د ملي اردو یو سرتېری وژلی او درې نور ټپیان کړي وو.