اندونیزیا او ختیځ تېمور کې سېلابونو او د ځمکې ښویېدو له ۷۰ زیات کسان مړه کړل
![اندونیزیا او ختیځ تېمور کې سېلابونو او د ځمکې ښویېدو له ۷۰ زیات کسان مړه کړل](https://gdb.rferl.org/8b420f03-22a5-4b06-8c7f-6d951b058e8a_w800_h450.jpg)
په اندونیزیا او ختیځ تېمور کې له ۷۰ زیات کسان د سېلابونو د راوتلو او ځمکې ښویېدنې په نتیجه کې مړه شوي.
چارواکي وايي خطر لا هم نهدی رفع شوی او ژغورندویه ډلې په لسګونو نورو ورکو کسانو پسې ګرځي.
له ټاپوګانو جوړ اندونیزیا سختو اورښتونو او ځمکې ښویېدنې دا څو وروستۍ ورځې له سترو ځاني او مالي زیانونو سره مخ کړې دی.
د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په څو برخو کې څو پرلهپسې درانه اورښتونه د سېلابونو د راوتلو لامل شوي او یو ځای یې ځمکه ښویولې ده.
وروسته له هغې چې د اندونیزیا د اډونارا ټاپو په لامینیلي کلي کې پر کورونو له یوې غونډۍ خټې وښویېدې، ژغورندویې ډلې وتوانېدې ۳۸ مړي راوباسي.
د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې محلي چارواکو ویلي، لږ تر لږه ۵ کسان ټپیان شوي دي.
په اندونیزیا کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي، د دغه هېواد په نورو برخو کې هم سختو سېلابونو لږترلږه ۱۷ کسان مړه کړي او لږترلږه ۴۲ کسان لادرکه دي.
د دغې ادارې په وینا د ۵۵ کسانو مړینه لوړ شمېر دی او ښايي دا شمېر بدل شي.
د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدیدو په یوه ټلوېزیوني وینا کې نن له خلکو غوښتي چې د ژغورندویو ډلو لارښوونې تعقیب کړي.
دی زیاتوي: "د ځان او اندونیزیا د خلکو په استازیتوب د دې پېښې د قربانیانو سره خپله ژوره خواشیني څرګندوم. د هغو کسانو په غم او درد هم پوهېږم چې په دې پېښه کې اغېزمن شوي. له ټولو خلکو غواړم چې په سیمه کې د افسرانو لارښوونې تعقیب کړي څو د سختو اورښتونو له امله د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې په اړه پوهاوی زیات شي."
په ټلوېزیون کې خپاره شوي تصویرونه سختې ورانۍ ښيي. عام خلک وایي د اوبو اندازه دوو مترو ته رسېدلې او دوی يې نیستۍ ته کېنولي دي.
دا یوازې اندونیزیا نهده چې وضعهیې سختو سېلابونو او ځمکې ښویېدنې خرابه کړې. په ختیځ تېمور کې چې د اندونیزیا او استرالیا ترمنځ پروت هېواد دی ۱۶ کسان مړه شوي دي.
سلګونه کسان له خپلو سیمو وتلو ته اړ شوي او په موقتو کمپونو کې یې اړولي دي. چارواکي وايي چې زیانمنو سیمو ته غځېدلي سړکونه په خټو پوښلي دي او دې چارې د ژغورونکو ټیمونو د ور رسېدو مخه ډب کړې ده.
وېره ځي چې ښايي ختیځ تېمور کې هم د مړو او زیانمنو شمېر لوړ شي.
په اندونیزیا کې چې له ۱۷ زرو لویو او وړو ټاپوګانو جوړ دی او ملیونونه کسان په لیرو پرتو غرنیو سیمو کې اوسي او هم په نورو شاوخوا لیرې نږدې ټاپو وزمه هېوادونو کې لکه ختیځ تېمور د کال دا وخت موسمي اورښتونه تل د سېلابونو د راوتلو لامل کېږي.
که څه هم دولتونه طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي ادعاوې کوي، خو لیرو پرتو سیمو کې چې لاسرسی ورته اسانه نهوي د دولت تر رسېدو مخکې خلک د سېلابونو او ځمکې ښویېدو په څېر له طبیعي پېښو ډېر زیانمنېږي.