اول ترهګرۍ او اوس جهاني وبا هنرمندان زښت ځپلي: شوکت محمود
![اول ترهګرۍ او اوس جهاني وبا هنرمندان زښت ځپلي: شوکت محمود](https://gdb.rferl.org/307D628F-3B6C-433B-BA7E-4F97FCAECD82_w800_h450.jpg)
د مشال راډيو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته مو له پېښوره سندرغاړی شوکت محمود مېلمه کړی وو. دی د سندرو ويلو ترڅنګ سرکاري نوکري هم کوي. محمود وايي، غزل يې زيات خوښېږي خو کله نا کله مستې سندرې هم وايي. نوموړی زیاتوي، له هغه راهيسې چې د کورونا وایرس جهاني وبا خپره شوې، د پښتونخوا د زياتره هنرمندانو کارونه ختم شوي او ژوند يې ګران شوی دی. د شوکت محمود دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.