د تورخم کمیسارۍ هغه پولیس چې یو لاروی یې وهلی ډبولی ونیول شو
![د تورخم کمیسارۍ هغه پولیس چې یو لاروی یې وهلی ډبولی ونیول شو](https://gdb.rferl.org/87cc8f3b-3fc4-4ff4-8023-31f37f9f8226_cx0_cy16_cw0_w800_h450.jpg)
د کورنیو چارو وزارت وایي، د تورخم د کمیسارۍ هغه پولیس نیول شوی چې یو لاروی یې وهلی ډبولی دی.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، د ذاکر په نوم دغه پولیس د دوی د کورني امنیت څانګې نیولی او تر څارنې او څېړنې لاندې دی.
دا ګام نن سملاسي له هغه وروسته پورته شو چې ټولنیزو رسنیو کې د پېښې یوه وېډیو خپره شوه.
دې وېډیو کې ښکاري چې د پولیسو په یونیفورم کې یو کس تورخم کې د ولاړو مسافرو له ډلې یو کس پرلهپسې په ډنډې وهي.
تېره اوونۍ یو بل پولیس د تل لپاره له امنیتي لیکو د دې لپاره وایستل شو چې تورخم کې یې پر یوې ښځې لاس پورته کړی و.