نړیواله ټولنه دې د تلپاتې سولې د ټینګښت ضمانت راکړي: ولسمشرغني
غني دغه څرګندونې د اپرېل پر پنځمه په ارګ کې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره په غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه هم باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د تل پاتې سولې د ټینګېدو لپاره لازم ضمانتونه ورکړي.