حکومتي کارکوونکو په بلوچستان کې کاربندیز کړی
![حکومتي کارکوونکو په بلوچستان کې کاربندیز کړی](https://gdb.rferl.org/0ed4c5ee-3519-462e-a41a-8817f89bcca7_tv_w800_h450.jpg)
د بلوچستان سرکاري ملازمينو په خپلو تنخاګانو کې اضافې لپاره د اپرېل پر پنځمه د کوټې په ګډون د صوبې په زياتره برخو کې کاربندیز کړی دی. دوی غوښتنه کوي چې په هېواد کې روانې ګرانۍ ته په کتو دې د دوی په تنخاګانو کې ۲۵ فيصده زیاتوالی وشي. په پښین کې حکومتي کارکوونکو لویې لارې تړلې وې او پر حکومت یې د غوښتنو پوره کولو غږ وکړ. خو د بلوچستان اعلا وزير جام کمال ويلی، چې حکومت دا مهال په تنخاګانو کې د ۲۵ فيصده زیاتوالي توان نه لري. نور حال په وېډیويي راپور کې وګورئ.