وېلسن: قلات کې د یوې امریکایي ډیپلوماتې او پنځو نورو کسانو وژنه نههېرېږي
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر د یوې امریکایي ډیپلوماتې او پنځو نورو کسانو د وژنې د اتم تلین په پوره کېدو سره ویلي چې دا وژنې نههېرېږي.
راس وېلسن دا خبره په ټوېټ کې کړې ده.
هغه لیکلي: "د ۲۰۱۳ کال د اپرېل په شپږمه د امریکا یوه وتلې ډیپلوماته ان سمېډینګاف د زابل په مرکز کلات کې له پنځو نورو کسانو سره په داسې حال کې ووژل شوه چې د زابل ماشومانو تهیې د ښوونځیو کتابونه وروړل."
شارژدافیر راس وېلسن ویلي موږ دا وژنې او هم له افغانانو سره د مرستې هوډ له یاده نهباسو.
وېلسن په خپلو ټويټونو کې زیاته کړې چې ان سمېډینګاف افغانستان ته له خدمت او له افغانانو سره له لیدلو خوشحاله وه.