برما کې پوځ د کودتا ضد معترضانو پر کمپ برید کړی
![برما کې پوځ د کودتا ضد معترضانو پر کمپ برید کړی](https://gdb.rferl.org/d729637d-492c-4755-9eca-20e94b50c264_w800_h450.jpg)
په برما یا میانمار کې پوځ د دغه هېواد د کودتا ضد معترضانو پر کمپ برید کړی دی.
شاهدان وايي، دا پېښه نن چهارشنبه د سایګنګ د نارامې سیمې په کاله ښارګي کې شوې او له کبله یې مرګ ژوبله اوښتې دي.
اعتراض کوونکي د انګ سان سوچي په مشرۍ د ملکي حکومت د بېرته واکمنېدو غوښتنه کوي.
راپورونه وايي چې په میانمار کې له کودتا وروسته نژدې ۶۰۰ تنه وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.